Book Name:Farishta Sifat kaise Banein

باندې ښه ډير زيات درود شريف اولولو۔ الله پاک دې مونږ له د عمل کولو توفيق راکړي۔

  آمِیْن بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیّٖن   صَلَّى اللّٰهُ عَلَيۡهِ واٰلِهٖ وَسَلَّمَ .

ذِکْر و درود ہر گھڑی وِردِ زَباں رہے                      میری   فُضُول   گوئی   کی   عادَت   نکال   دو! ([1])

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                                 صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

د بيان اوريدلو نيتونه

په حديثِ پاک کښې دي: اَلنِّیَّۃُ الْحَسَنَۃُ تُدْخِلُ صَاحِبَہَا الْجَنّۃَ ښه نيت بنده جنت ته بوځي۔([2])

اے عاشقانِ رَسُول! ښه ښه نيتونه بنده جنّت ته رسوي، د بيان اوريدلو نه مخكښې ښه ښه نِيَّتونه اوكړئ: مَثَلاً نِيَّت اوکړئ چې * د الله پاک د رضا د پاره به بيان اورم. * د عِلمِ دِين د تعظيم [يعني ادب] په نِيَّت به بااَدبه كښينم * ښه په توجو سره به بيان اورم * څه چې اورم، د هغې به د يادولو، په هغې باندې به پخپله د عمل کولو او نورو ته د رسولو کوشش کووم۔

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                                 صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

فرښتې او د عِلمِ دين شوق

علّامه عمر بن احمد آفندي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د قصيده بُرده شريف په شرح کښې ليکي: څه فرښتو د 1000 کالو نه په څه عِلمي مسئلو کښ بحث کولو خو د هغوئي دا مسئلې نه حل کيدلې، بيا چې کله خوږ آقا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دُنيا ته تشريف راوړو نو فرښتو ته پته اولګيده چې دا هغه هستي ده څوک چې به زمونږه عِلمي مسئلې حل کړي، نو هم دغسې فرښتو په ډيرې عاجزئ سره دُعا اوکړه، الله پاک د هغوئي دعا قبوله کړله او خوږ آقا، د مدينې والا مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ئې معراج له اوبللو۔

اوس د دې نه پس څه اوشول: په دې باره کښې زمونږه د آقا او مولیٰ محمد مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک واورئ! سرکارِ عالي وقار، مکي مدني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: ما خپل رَبِّ کريم په ښکلي صورت


 

 



[1]...وسائل بخشش، صفحہ:305۔

[2]...مسند فِرْدَوس، جلد:4، صفحہ:305، حدیث:6895۔