Book Name:Farishta Sifat kaise Banein

ويريدلو سره اوښکې هم توئيوي، کاش! چې زمونږه هم د الله پاک په ويره کښې ژړيدل، د سترګو نه اوښکې توئيدل نصيب شي۔  آمِیْن بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیّٖن   صَلَّى اللّٰهُ عَلَيۡهِ واٰلِهٖ وَسَلَّمَ .

په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: هفته واره اجتماع

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د فرښته صِفت جوړيدو، د ګناهونو نه د بچ کيدو او په نيکو باندې د استقامت موندلو د پاره د عاشقانِ رسول د ديني تحريک دعوتِ اسلامي د ديني ماحول لمن اونيسئ او په 12 ديني کارونو کښې هم ښه پوره برخه واخلئ! د دې په برکت به اِنْ شَآءَ اللہ الْکَرِیم! د دين او دنيا بے شميره خيرونه نصيب شي۔ په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: هفته واره اجتماع هم ده۔ راځئ په هفته واره اجتماع کښې په پابندئ سره د شرکت کولو ذهِن جوړولو د پاره يو مدني سپرلے اورو:

د ګناهونو نه په ډک ژوند کښې مدني انقلاب

د کراچئ (پاکستان) د يو اسلامي ورور بيان دے: د دعوتِ اسلامي ديني ماحول ته د راتلو نه مخکښې ما د ګناهونو نه ډک ژوند تيرولو، د دُنيا په مزو کښې مصروف اوسيدل زما معمول وو، د خرابو دوستانو صحبت زه خراب کړے ووم، د دوستانو سره به په شريکه ټوله شپه د ګناهونو نه ډکه سلسله روانه وه، يو ځل يو اسلامي ورور ماته د ماښام په وخت د لمونځ کولو دعوت راکړو، پته نه لګي چې د هغه په دعوت کښې څه اثر وو چې زه د هغوئي سره د جُمات په لور روان شوم، د ماښام لمونځ مې اوکړو، د لمونځ نه پس يو اسلامي ورور د فيضانِ سُنَّت نه درس ورکړو،  د درس نه فوراً پس اسلامي ورونړو په هفته واره د سُنَّتو نه په ډکه اجتماع کښې د شرکت کولو تياري شروع کړه۔ يو اسلامي ورور ماله هم په هفته واره اجتماع کښې د شرکت کولو ترغيب راکړو، د هغه انداز دومره ښکلے وو چې زه فوراً په اجتماع کښې د شرکت کولو د پاره تيار شوم، بيا ډير زر د اسلامي ورونړو سره په شريکه عالمي مدني مرکز فيضانِ مدينه ته اورسيدم، هلته مې د سُنَّتو نه ډک بيان واوريدو، په ذِکرُ الله کښې مصروفه شوم، بيا د ژړا نه ډکه دُعا اوکړے شوه۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! د دعوتِ اسلامي د هفته وارې اجتماع او د عاشقانِ رسول د صحبت په ما باندې داسې اَثر اوشو چې ما د دُعا په وخت په ژړا ژړا د خپلو ګناهونو نه توبه کړه او بيا د پاره مې په نيکو کښې د ژوند تيرولو پوخ