Book Name:Farishta Sifat kaise Banein

پاک لولي نو الله پاک د دې درودِ پاک نه يوه فرښته پيدا کړي، د دې يو وَزَر په مشرق [لمر خاته] کښې او بَل په مغرب [لمر پريواته] کښې وي، دې فرښتې ته حکم کيږي: لکه څنګه چې بنده زما په نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې درود اولوستلو، ته په دغه بنده باندې درود اوليږه، نو هغه فرښته د قيامت د ورځې پورې په هغه بنده باندې درود ليږي ([1]) * علّامه قرطبي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: کوم بنده چې سورۀ بقره او سورۀ آلِ عمران لولي نو الله پاک د دې په ثواب سره فرښتې جوړوي، کومې چې به د قيامت د ورځې پورې د دې تلاوت کوونکي شفاعت کوي۔([2])

معلومه شوه: چې د انسانانو نيک کارونه، نيکې خبرې، د درود شريف لوستلو او تلاوت کولو سره فرښتې پيدا کيږي۔ کاش! کاش! چې مونږه ډير زيات درود شريف لوستونکي، صرف او صرف ښه خبرې کوونکي او نيک کارونه کوونکي جوړ شو۔

آہ! پلّے نہ کچھ تلاوت ہے                                 نہ دُرُودوں کی کوئی کثرت ہے

آہ! عصیاں کی خُوب کثرت ہے                         یانبی!      التجائے      رحمت       ہے

ایسی عصیاں کی پڑگئی لت ہے                            پھر وُہی بعدِ توبہ حالت ہے

آنکھ نم ہے نہ کچھ ندامت ہے                          آہ!     اعمال     کی     یہ     شامت       ہے([3])

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                                 صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

د فرښته صِفت جوړيدو دُعا

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! په مونږ کښې او په فرښتو کښې په زرګونو قِسم فرق دے * فرښتې د نُور نه جوړې دي او مونږه د خاورې نه * فرښتې خوراک څښاک نه کوي او مونږه د خوراک څښاک محتاجه يو * زمونږه ژوند عارضي دے ولې فرښتې به تر قيامته پورې ژوندئ وي۔ غرض: په مونږ کښې او په فرښتو کښې ډير زيات فرق دے، البته! په شريعت کښې د دې خبرې ترغيب ورکړے شوے دے چې مونږه د فرښتو مشابهت [يعني د فرښتو په شان شکل] اختيار کړو، د فرښتو والا اخلاق خپل کړو، فرښتې چې کوم کار کوي، که


 

 



[1]... اَلْقَوْلُ الْبَدِ یع، صفحہ:121۔

[2]...التذکرہ للقرطبی،صفحہ:317۔

[3]... وسائلِ بخشش،صفحہ:685۔