Book Name:Farishta Sifat kaise Banein

کښې اوليدلو، الله پاک اوفرمائيل: اے محبوبه (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم)! فرښتې په کومو مسئلو کښې بحث کوي؟ ما عرض اوکړو: يا الله پاکه! 4 مسئلې دي، فرښتې هغه نشي حل کولے، الله پاک اوفرمائيل: اے خوږه محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! هغوئي رښتيا اووئيل۔ اوس الله پاک فرښتو ته اوفرمائيل: یَا مَلَائِکَتِی! وَجَدْتُّمْ حَلَّالَ الْمُشْکِلَات اے زما فرښتو! تاسو سختو حل کولو والا بياموندلے دے، فَاسْئَلُوْااَشْکَالَکُمْ يعني هغه مسئلې کومې چې تاسو نشئ حل کولے، نن زما د محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه د هغه مسئلو پوښتنه اوکړئ۔۔۔!!

د فرښتو 4 مسئلې

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د فرښتو هغه 4 مسئلې څه وې په کومو کښې چې هغوئي د 1000 کالو نه غور او فِکر کولو؟ په حديثِ پاک کښې دي: کله چې الله پاک فرښتو ته اوفرمائيل چې اے فرښتو! نن زما د محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه د خپلو مسئلو پوښتنه اوکړئ نو د ټولو نه وړومبے حضرت اسرافيل عَلَیْهِ السَّلَام عرض اوکړلو: مَا الْکَفَّاراتُ يعني (يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم !) کَفّارات (د ګناهونو ختموونکي څيزونه) څه دي؟ خوږ آقا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: (1) په سخت وخت (يعني چې کله اودس کول ګران ښکاري، مثلاً ډيره يخني وي، هغه وخت) پوره اودس کول (2): د جَمعې سره د لمونځ کولو د پاره پيدل تلل (3): او د يو لمونځ نه پس د بَل لمونځ انتظار کول۔

اوس حضرت ميکائيل عَلَیْهِ السَّلَام دويمه مسئله عرض کړله: وَ مَا الدَّرَجَاتُ (يَا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم!) د درجو اوچتولو والا عملونه څه دي؟ رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: (1): اِطْعَامُ الطَّعَامِ په نورو باندې خوړل (2): وَ اِفْشَاءُ السَّلَامِ سلام عام کول (3): وَ الصَّلَاۃُ بِاللَّیْلِ وَالنَّاسُ نِیَام د شپې چې کله خلق اوده وي، هغه وخت لمونځ کول۔ (د دې دريو کارونو کولو والا درجې اوچتې دي)۔

د فرښتو دوه مسئلې حل شوې، اوس حضرت جبريلِ امين عَلَیْهِ السَّلَام دريمه مسئله وړاندې کړله: وَ مَا الْمُنْجِیَاتُ (يَا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم!) نجات ورکوونکي څيزونه څه دي؟ محبوبِ رَبّ، سلطانِ عرب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: (1): خَشْیَۃُ اللہِ فِی السِّرِّ وَ الْعَلَانِیَۃِ ځانله او د ټولو په مخکښې (په هر حال کښې) د الله پاک نه ويريدل  (2): وَ الْقَصْدُ فِی الْفَقْرِ وَ الْغِنٰی په تنګئ او آسانئ، غريبئ او مالدارئ (يعني په هر حال کښې) اعتدال اختيارول (3): وَالْعَدْلُ فِی الْغَضَبِ وَ الرِّضیٰ يعني که د غصې حالت وي او که د خوشحالئ کيفيت (په هر حال کښې) انصاف قائِم ساتل۔

دا درې مسئلې حل شوې، اوس حضرت عزرائيل عَلَیْهِ السَّلَام عرض اوکړلو: وَ مَا الْمُہْلِکَاتُ (يَا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم!)