Book Name:Farishta Sifat kaise Banein

د نوکانو کټ کولو سُنَّت او آداب

د آخِري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک: خپل نوکان کټ کوئ ځکه چې په غټ کړے شوؤ نوکانو باندې شيطان کښيني۔ ([1])

 اے عاشقانِ رَسُول! * د جُمعې په ورځ نوکان کټ کول مستحب عمل دے، آؤ که چرې ډير غټ شوي وي نو د جُمعې انتظار مه کوئ * په روايتونو کښې چې د لاسونو د نوکانو کټ کولو کومه طريقه بيان شوې ده د هغې خُلاصه ستاسو په خِدمت کښې وړاندې کولے شي: وړومبے د ښي لاس د شهادت د ګوتې نه شروع کړئ او په ترتيب سره د قچئ ګوتې سره سره نوکان کټ کړئ خو غټه ګوته پريږدئ، اوس د ګَس [کينړ] لاس د قچئ ګوتې نه شروع کړئ او په ترتيب سره د غټې ګوتې د نوک سره سره نوکان کټ کړئ، اوس په آخِره کښې د ښي لاس د غټې ګوتې نوک کټ کړئ * د خپو د ګوتو د نوکانو کټ کولو ترتيب په روايت کښې نشته، بهتره دا ده چې د ښئ خپې د قچئ ګوتې نه شروع اوکړئ او په ترتيب سره د غټې ګوتې د نوک سره سره نوکان کټ کړئ بيا د ګسې خپې د غټې ګوتې نه شروع اوکړئ او د قچئ ګوتې سره سره نوکان کټ کړئ * د غُسل فرض کيدو په شکل کښې نوکان کټ کول مکروهِ (تنزيهي) دي * په غاښونو باندې نوکان کټ کول مکروهِ (تنزيهي) دي او د دې نه د برَګي (يعني په بدن باندې د سپينو ټاکو) راختلو د مرض انديښنه ده * د نوکانو کټ کولو نه پس دا ښخ کړئ او که چرې دا اوغورځوئ نو بيا پکښې هم څه باک نشته * کټ کړے شوي نوکان په بيت الخلا يا غسل خانه کښې غورځول مکروهِ (تنزيهي) دي ځکه چې د دې نه بيماري پيدا کيږي * د شروع [چارشنبې] په ورځ نوکان کټ کول نه دي پکار ځکه چې د برَګي (يعني په بدن باندې د سپينو ټاکو) راختلو انديښنه ده البته که چرې د 39 ورځو نه، نه وي کټ کړے شوي او اوس د شروع [چارشنبې] ورځ 40تمه ورځ ده که چرې نن کټ نکړے شو نو د 40 ورځو نه به زياتې اوشي او سبا به 41تمه ورځ شروع شي نو بيا به په هغه باندې واجب وي چې په ننئ ورځ ئې کټ کړي ځکه چې د 40 ورځو نه زيات نوکان ساتل جائز نه دي او دا مکروهِ تحريمي دي * غټ نوکان د شيطان د ناستې ځائے دے يعني شيطان په دې باندې کښيني * د شپې په نوکانو کټ کولو کښې هيڅ باک نشته۔([2])    


 

 



[1]...مسند فردوس، جلد:3، صفحہ:205، حدیث:4579۔

[2]...550 سنتیں اور آداب، صفحہ:50-51۔