Book Name:Farishta Sifat kaise Banein
الله پاک دې مونږ له د فرښتو د دې نصيحت قبلولو او په دې باندې د عمل کولو توفيق راکړي۔
آمِیْن بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیّٖن صَلَّى اللّٰهُ عَلَيۡهِ واٰلِهٖ وَسَلَّمَ .
زندگی ہو مِری پروانے کی صورت يا ربّ! علم کی شمع سے ہو مجھ کو محبت يا ربّ!([1])
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد
اے عاشقانِ رَسُول! فرښتې هم د الله پاک مخلوق دے * دا د الله پاک فرمانبردارې دي * الله پاک هغوئي د نُور نه جوړې کړې دي * او هغوئي له ئې دا طاقت ورکړے دے چې هغوئي څنګه شکل اوغواړي جوړولے شي * فرښتې قصداً عمداً يا په هيره کله هم د الله پاک نافرماني نه کوي * صِرف هغه کوي د څه چې الله پاک دوئي ته حکم اوکړي * ټولې فرښتې معصومه دي (يعني د دوئي نه ګناه کيدل شرعاً ممکنه نه ده)، دا د هر قِسمه وړو او غټو ګناهونو نه پاکې دي۔ ([2]) ټولې فرښتې څومره دي؟ د دې شميره الله پاک ته معلومه ده يا د الله پاک په عطا سره خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته پته ده۔ ([3]) مونږ ته دا حکم دے چې مونږه په ټولو فرښتو ايمان راوړو، يعني زمونږه عقيده دا پکار ده چې څومره فرښتې دي، مونږه په ټولو باندې ايمان راوړو۔
د فرښتو په باره کښې اسلامي عقيدې
په بهارِ شريعت کښې دي: * فرښتې نه نارينه دي نه زنانه ([4]) * د يوې فرښتې لګه شان ګستاخي کول هم کُفر دے * جاهلان خلق چې خپل څوک دښمن يا داسې کَس اوويني کوم ئې چې خوښ نه وي نو وائي: مَلکُ الموت راغلے، دا جمله کُفر ته نزدې ده * د فرښتو د وُجُود نه انکار کول يا دا وئيل چې فرښته د نيکئ طاقت ته وئيلے شي، د دې نه علاوه هيڅ نه ده، دا خبرې کُفر دے۔ ([5])