Book Name:Farishta Sifat kaise Banein

اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَ الصَّلٰوۃُ وَالسَّلَامُ عَلٰی سَیِّدِ الْمُرْسَلِیْنَ ط

اَمَّا بَعْدُ فَاَعُوْذُ بِاللّٰہِ مِنَ الشَّیْطٰنِ الرَّجِیْمِ ط  بِسْمِ اللہِ الرَّحْمٰنِ الرَّ حِیْم ط

اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا رَسُولَ اللہ                                                                            وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا حَبِیْبَ اللہ

اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا نَبِیَّ اللہ                                                                                          وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا نُوْرَ اللہ

نَوَيۡتُ سُنَّتَ الۡاِعۡتِكَافِ  (ترجمه: ما د سُنَّت اعتكاف نِيَّت اوكړو)

د دُرُودِ پاک فضيلت

په 22 سيپاره سورۀ اَحزاب، آيت نمبر 56 کښې الله پاک فرمائي:

اِنَّ اللّٰہَ وَ مَلٰٓئِکَتَہٗ  یُصَلُّوۡنَ عَلَی النَّبِیِّ ؕ     یٰۤاَیُّہَا الَّذِیۡنَ اٰمَنُوۡا صَلُّوۡا عَلَیۡہِ  وَ سَلِّمُوۡا  تَسۡلِیۡمًا (۵۶)  (پارہ:22، سورۂ احزاب:56)

ترجَمۀ کنزُ العرفان: بے شکه الله او د هغه فرښتې په نبي باندې دُرُود ليږي۔ اے ايمان والوؤ! تاسو هم په هغه باندې دُرُود او ډير سلام اوليږئ۔

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! په دې آيت شريف کښې اووئيلے شو چې الله پاک هم په خپل خوږ او محبوب نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې دُرُود شريف ليږي او فرښتې هم په هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې دُرُود ليږي۔

اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! فرښتې په خوږ آقا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې درود ليږي، د دې سره سره د مختلفو فرښتو د درودِ پاک په باره کښې مختلفې ذِمَّه وارئ هم دي مثلاً * په دُنيا کښې چې کله هم، چرته هم څوک عاشقِ رسول، د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم غلام درودِ پاک لولي نو فرښتې په هغه باندې هم درود ليږي * څه فرښتې هغه دي چې کله د زيارت ورځ راځي نو هغوئي د سرو زرو قلم او د سپينو زرو کاغذ راواخلي او راکوزې شي، په دغه وخت چې کوم عاشقِ رسول په هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې درود شريف لولي، فرښتې د هغه درود ليکي ([1]) * د حديثِ پاک مطابق 2 فرښتې هغه دي، د کومو چې الله پاک ذِمه واري لګولې ده چې په دنيا


 

 



[1]... کنزالعمال، کتاب: الاذکار،جز:1 ،جلد:1 ،صفحہ:250، حدیث:2174 ۔