Book Name:Farishta Sifat kaise Banein
زمونږ په زړه کښې به د عِلمِ دِين چينې روانې کړي۔
الله پاک دې زمونږه هم دا آداب او اَخلاق او پاک کِردار نصيب کړي۔
آمِیْن بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیّٖن صَلَّى اللّٰهُ عَلَيۡهِ واٰلِهٖ وَسَلَّمَ .
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! مونږ له پکار دي چې څومره د انسان په وَس کښې وي، هغه همره فرښته صِفت جوړ شو، د فرښتو په شان د کارونو کولو او د فرښتو په شان د آدابو خپلولو پرله پسې کوشش اوکړو۔ راځئ! د فرښتو يو څو کارونه او آداب اورو:
د فرښتو په پاکو اَخلاقو او عادتونو کښې دي چې فرښتې لمونځ کوي او د الله پاک په حُضُور کښې ډيرې سجدې کوي۔ په قرآنِ کريم کښې هم د دې ذِکر دے۔ او زمونږه نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هم د دې خبر راکړے دے، په يو حديث شريف کښې دي: بے شکه په آسمان کښې د 4 ګوتو برابر هم [داسې خالي] ځائے نشته چرته چې يوه نه يوه فرښته تَندے نه کيږدي، د الله پاک په حُضُور کښې سجده نه کوي۔ ([1])
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! فرښتې لمونځ خو کوي، د هغوئي د لمونځ کولو انداز هم ډير ښکلے دے۔ د روايتونو مطابق * حضرت اسرافيل عَلَیْهِ السَّلَام د فرښتو مؤذِّن دے، هغوئي 12 ځله په ورځ او 12 ځله په شپه کښې اَذان کوي ([2]) * حضرت ميکائيل عَلَیْهِ السَّلَام او د بعضې روايتونو مطابق حضرت جبرائيل عَلَیْهِ السَّلَام د فرښتو امامان دي ([3]) * چرته چې زمونږه کعبه شريفه ده، دې ته بالکل سيدها په آسمان کښې د فرښتو قِبله ده، کومې ته چې