Book Name:Farishta Sifat kaise Banein

(4): فرښتې د لمونځ د پاره راپاڅوي

اے عاشقانِ رَسُول! د فرښتو يو ښکلے صِفت دا هم دے چې فرښتې بنده ګان د لمونځ د پاره راپاڅوي۔ په مُعجَمِ اَوسط کښې د حضرت عبد الله بن مسعود رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، چې رسولِ خُدا، احمدِ مجتبیٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: چې کله انسان د شپې د لمونځ د پاره د راپاڅيدو په اراده اوده شي نو ( د هغه د راپاڅيدو په وخت) فرښته راشي او وائي: پاڅه! سحر شو، لمونځ اوکړه او د الله پاک ذِکر اوکړه۔ بل خوا شيطان وائي: اوس لا ډيره شپه [پاتې] ده، ښه په قلاره پاڅه۔ که چرې (بنده د فرښتې خبره اومني او) پاڅي او لمونځ اوکړي نو هغه چاق او چمتو شي او که چرې د شيطان خبره اومني او اوده شي نو شيطان د هغه په غوږ کښې ګندګي اوکړي۔ ([1])

د حضرت اِبنِ زِياد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په باره کښې نقل دي: هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به د هر زيارت په ورځ [د جُمعې په] شپه ويخ پاتې کيدلو او عبادت به ئې کولو، يو ځل هغوئي له خوب ورغلے، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خپلې ښځې محترمې ته اوفرمائيل: ما له خوب راځي، ما په فلانکي وخت راپاڅوه۔ ښځې محترمې ئې کلکه اِراده اوکړه، هم دغسې هغوئي اوده شول، د شپې چې کله هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته [په کوم وخت] راپاڅيدل وو، هغه وخت د هغوئي په خوب کښې څوک راغلل، هغه [کَس] هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د تندي نه اونيولو او اوئې وئيل: اے ابنِ زِياده! پاڅه! د الله پاک ذِکر اوکړه! ([2])

سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! مسلمانان د لمونځ د پاره راپاڅول د فرښتو طريقه ده او نوره د فضيلت خبره دا ده چې د سحر د لمونځ د پاره راپاڅول زمونږ د خوږ آقا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هم ښکلے سُنَّت دے۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! د دعوتِ اسلامي عاشقانِ رسول په دې نني وخت کښې هم د دې سُنَّت ژوندي ساتلو سعادت حاصلوي۔ تاسو هم کوشش کوئ! د سحر د لمونځ د پاره مسلمانان ورونړه راپاڅوئ! اِنْ شَآءَ اللہ الْکَرِیم! د دې به ډير برکتونه ميلاويږي۔

لگا فجر میں بھائی گھر گھر پہ جا کر                               ذرا دل لگا کر صدائے مدینہ

نوټ: د دعوتِ اسلامي په ديني ماحول کښې صدائے مدينه ته اوس فجر کے لیے جگانا [يعني د سحر د لمونځ د پاره راپاڅول] وئيلے شي۔


 

 



[1]...معجمِ اوسط،جلد:6،صفحہ:146 ،حدیث:8293۔

[2]...حلیۃ الاولیا،جلد:2،صفحہ:277 ،حدیث:2218۔