Book Name:Farishta Sifat kaise Banein
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د فرښتو يو ډير ښکلے صِفت دا دے چې هغوئي د ساخت لمونځ هم ادا کوي، هم دغسې د حضرت عبد الله بن زيد رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، چې رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: ما د الله پاک په بارګاه کښې سوال اوکړو چې زما په اُمت باندې د ساخت لمونځ فرض کړي۔ الله پاک اوفرمائيل: (اے محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم!) دا د فرښتو لمونځ دے، بس ستاسو په اُمت کښې چې څوک غواړي دا لمونځ دې کوي، څوک چې نه غواړي نه دې کوي (يعني د ساخت لمونځ فرض نه دے، نفل دے)۔ ([1])
الله پاک دې مونږ له هم د فرښتو والا د لمونځ يعني د ساخت د نفلونو ادا کولو توفيق راکړي۔
د اِشراق او ساخت په فضيلت باندې 3 حديثونه
د اِشراق او ساخت د نفلونو ادا کولو ډير زيات فضيلتونه دي: (1): سرورِ کائنات، فخرِ موجودات صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اشراق د لمونځ فضيلت بيانوي او فرمائي: څوک چې د سحر لمونځ د جَمعې سره ادا کړي او د الله ذِکر کوي تر دې پورې چې لمر پوره راوخيژي بيا 2 رکعته اوکړي نو هغه ته به د پوره حج او عمرې ثواب ميلاويږي۔ ([2]) (2): د ابو داؤد شريف په روايت کښې دي: څوک چې د سحر د لمونځ نه د فارغيدو نه پس په خپله مُصلّه (يعني چرته چې ئې لمونځ کړے وي هلته) کښيني تر دې پورې چې د اشراق نفلونه اوکړي صِرف د خير خبرې کوي نو د هغه ګناهونه به بخښلے شي که هغه د سمندر د ځګ نه زيات ولې نه وي۔ ([3]) (3) د ترمذي شريف په حديثِ پاک کښې دي: چا چې د ساخت 12 رکعتونه ادا کړل، الله پاک به د هغه د پاره په جَنَّت کښې د سرو زرو محل جوړوي۔ ([4])
بنادے مجھے نیک نیکوں کا صَدقہ گناہوں سے ہردم بچا یاالٰہی!
عبادت میں گزرے مری زندگانی کرم ہو کرم یاخدا یاالٰہی!
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد