Book Name:Farishta Sifat kaise Banein

 

(5) فرښتې د نيکئ دعوت ورکوي

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! فرښتې د نيکئ دعوت هم ورکوي۔ هم دغسې د حضرت ابو درداء رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: کله چې لمر راوخيژي نو 2 فرښتې وائي: اے خلقو! د خپل رَبّ (د رضا والا کارونو) په لور وړاندې ځئ۔۔۔!! بے شکه لږ او بقدرِ کفايت مال د هغه مال نه بهتر دے کوم چې په هلاکت کښې اوغورځوي۔ ([1])

حضرت عَمرو بن حزم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خپلې توبې واقعه بيانوي او فرمائي: يو ځل زه د کوفې د کهنډراتو په خوا تيريدم، زما په زړه کښې د ګناه خيال راغلے، کله چې زه هغه ګناه ته نزدې کيدم نو د هاتفِ غيبي (يعني د غيبو نه د يوې فرښتې) آواز راغلے:

کُلُّ نَفۡسٍۭ بِمَا کَسَبَتۡ رَھِیۡنَۃٌ (ۙ۳۸)  (پارہ:29 ، سورۂ مدثر:38)

ترجَمۀ کنزُ الايمان: هر ځان په خپلو کړو کښې ګانړه دے۔

د نيکئ د دعوت ورکولو فضيلت

سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! فرښتې د نيکئ دعوت هم ورکوي۔ کاش! مونږه هم د نيکئ دعوت ښه ډير ورکړو۔ يو ځل حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام د الله پاک په بارګاه کښې عرض اوکړو: يَا الله پاکه! څوک چې خپل ورور له د نيکئ دعوت ورکړي او د ګناه نه ئې منع کړي د هغه جَزا [بدله] څه ده؟ الله پاک ارشاد اوفرمائيلو: زه د هغه د هرې يوې خبرې په بدل کښې د يو کال د عبادت ثواب ليکم او هغه له د دوزخ په سزا ورکولو کښې ما له حيا راځي۔ ([2])

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                                 صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

د فرښتو يو څو نور صِفتونه

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د فرښتو نور هم ډير صِفتونه دي مثلاً * فرښتې د الله پاک ذِکر ډير زيات


 

 



[1]... مسندِ ابن ابی شیبہ،جلد:1 ،صفحہ:48 ،حدیث:36 ملتقطًا۔

[2]...مکاشفۃ القلوب، صفحہ:48۔