Book Name:Farishta Sifat kaise Banein
فرښتې د اوليائے کرامو سره محبت کوي
د فرښتو يو څو نور صفتونه واورئ! فرښتې د نيکانو خلقو سره، د اوليائے کرامو سره محبت کوي، آؤ جي! په قرآنِ کريم کښې دي، فرښتې نيکانو خلقو ته وائي:
نَحۡنُ اَوۡلِیٰٓؤُکُمۡ فِی الۡحَیٰوۃِ الدُّنۡیَا وَ فِی الۡاٰخِرَۃِ ۚ (پارہ:24، سورۂ حم سجدہ:31)
ترجَمۀ کنزُ الايمان: مونږه ستاسو دوستان يو د دنيا په ژوند کښې او په آخِرت کښې۔
اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! زمونږه هم د نيکانو خلقو سره، د اوليائے کرامو سره محبت دے * د هر عاشقِ رسول سره محبت دے * مونږه د غوثِ پاک سره هم محبت کوؤ * د خواجه اجمير سره هم محبت کوؤ * د داتا حُضُور سره هم محبت کوؤ * د بابا فريد سره هم محبت کوؤ * د شاه رُکنِ عالم سره هم محبت کوؤ * د سلطان باهو سره هم محبت کوؤ * د الله پاک فضل دے چې مونږه د اعلیٰ حضرت سره هم محبت دے * د ټولو اوليائے کرامو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم سره مو محبت دے او دا محبت به ولې نه وي چې فرښتې هم د اوليائے کرامو سره محبت کوي او اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! زمونږه خوږ خوږ الله پاک هم د اوليائے کرامو سره محبت کوي۔
ہم کو سارے اولیا سے پیار ہے اِنْ شَآءَ اللہ اپنا بیڑا پار ہے
فرښتې د الله نه د ويريدلو والا دي
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! * د فرښتو په صِفتونو کښې دي چې فرښتې عمامې [پټکي] په سر کوي۔ ([1]) په غزوۀ بدر کښې د مسلمانانو د مرستې د پاره فرښتو پټکي په سر کړل او نازلې شوې۔ ([2]) مونږ ته هم د عمامې [پټکي] تاج په سر کول پکار دي * فرښتې د نيکانو صالحانو مسلمانانو مريضانو تپوس هم کوي ([3]) مونږ له هم د مسلمانانو تپوس کول پکار دي * فرښتې حيا والا دي ([4]) مونږ له هم حياداره جوړيدل پکار دي * فرښتې د الله پاک نه د ويريدلو والا دي ([5]) فرښتې د الله پاک د پَټ تدبير نه ويريږي او د الله پاک د پټ تدبير نه د
[1]... معجمِ کبیر،جلد:6،صفحہ:222 ،حدیث:13237۔
[2]... سبل الھدی والرشاد، جماع ابواب المغازی، الباب السابع فی بیان غزوۃ بدر ، جلد:4، صفحہ:44۔
[3]... شعب الایمان،جلد:3،صفحہ:84 ،حدیث:2953۔
[4]...حُسْنُ التَّنَبُّہ لِمَا وَرَدَ فیِ التَّشَبُّہ ،و منہا:الحیاء و غض البصر،جلد:1،صفحہ:471۔
[5]...حُسْنُ التَّنَبُّہ لِمَا وَرَدَ فیِ التَّشَبُّہ ،و منہا:شدۃ الخوف من اللہ …الخ،جلد:1،صفحہ:478۔