Book Name:Farishta Sifat kaise Banein

بَيتُ المَعمُور وئيلے شي، هلته فرښتې راجَمع کيږي او په يوه ورځ کښې 70 زره فرښتې هلته لمونځ کوي، کومې چې يو ځل لمونځ اوکړي، د هغوئي نمبر بيا کله هم نه راځي ([1]) * فرښتې صفونه جوړوي، وړومبے مخکښينے صف پوره کوي، بيا ورپسې صف شروع کوي، ټولې د يو بَل سره داسې يو ځائے اودريږي چې په مينځ کښې ئې خالي ځائے نه پاتې کيږي ([2]) * دا 70 زره فرښتې چې په بَيتُ المَعمُور کښې لمونځ اوکړي، کله چې ماښام شي نو دوئي زمکې ته راشي، د کعبې شريفې طواف کوي او بيا۔۔۔ (سُبْحٰنَ اللہ! ) په بارګاهِ رِسالت کښې حاضريږي، زمونږ د خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خِدمت کښې سلام عرض کوي، بيا بيرته لاړې شي۔ ([3])

سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! څومره ښکلے شان دے د فرښتو۔۔۔!! * فرښتې په بَيتُ المَعمُور کښې د جَمعې سره لمونځ ادا کوي * دوئي صفونه جوړوي * وړومبے مخکښينے صف پوره کوي * په صفونو کښې يو ځائے ولاړې وي * حضرت اسرافيل عَلَیْهِ السَّلَام اذان کوي * حضرت مکائيل عَلَیْهِ السَّلَام يا حضرت جبرائيل عَلَیْهِ السَّلَام جَمع ورکوي * بيا چې کله فرښتې لمونځ ادا کړي نو څه کوي؟ په بارګاهِ رسالت کښې حاضري کوي او زمونږه د نبي، خوږ نبي، مکي مدني، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خِدمت کښې سلام عرض کوي۔

کاش! چې مونږه هم دا صفتونه خپل کړو، په مونږ باندې هم پينځه لمونځونه فرض دي او دا لمونځونه په جُمات کښې ادا کول واجِب دي۔ کاش! چې مونږه هم په جُمات کښې د تکبيرِ اُولیٰ سره، په وړومبي صف کښې د جَمعې سره لمونځ ادا کړو، څومره به ښه وي! چې د لمونځ ادا کولو نه پس د درود او سلام لوستلو هم سعادت نصيب شي، بيا خو څومره ښه خبره ده۔۔۔!!

د جَمعې سره د لمونځ کولو فضيلتونه

کوم خوش قسمته چې د جَمعې سره لمونځونه کوي، په وړومبي صف کښې د اودريدو کوشش کوي، د لمونځ نه پس لږ وخت کښيني او ذِکر کوي او درود شريف لولي، فرښتې د هغه د پاره د بخښنې دُعاګانې کوي، هم دغسې * د صحابئ رسول حضرت ابو اُمَامه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، سرکارِ عالي وقار، مکي مدني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: بے شکه فرښتې په وړومبي صف (والوؤ) باندې درود ليږي (يعني د هغوئي د پاره د


 

 



[1]...حُسْنُ التَّنَبُّہ لِمَا وَرَدَ فیِ التَّشَبُّہ ،و منہا: الامامۃ ،جلد:1،صفحہ:248۔

[2]...حُسْنُ التَّنَبُّہ لِمَا وَرَدَ فیِ التَّشَبُّہ ،و منہا: اتمام الصف الاول  في الصلاة …الخ،جلد:1،صفحہ:258۔

[3]...حُسْنُ التَّنَبُّہ لِمَا وَرَدَ فیِ التَّشَبُّہ ،و منہا: قصد البیت الحرام بالحج…الخ،جلد:1،صفحہ:361۔