Book Name:Farishta Sifat kaise Banein
د حضرت عبد الله بن عَمرو بن عاص رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے: خَلَقَ اللہُ الْمَلَائِکۃَ لِعِبَادَتِہٖ يعني الله پاک فرښتې د خپل عبادت د پاره پيدا کړې دي۔ ([1])
معلومه شوه: لکه څنګه چې مونږه انسانان او پيريان ځکه پيدا کړے شو د پاره د دې چې مونږه د الله پاک عبادت اوکړو، دغه شان فرښتې هم د الله پاک د عبادت د پاره پيدا کړے شوې دي، البته! د بعضې فرښتو په ذمه مختلف کارونه لګولے شي، مثلاً * د څو فرښتو په ذِمه د باران وَرَوَلو کار دے * د څو فرښتو په ذِمه د هوا چلولو * د چا په ذمه بنده ګانو ته رِزق رسول * د چا په ذمه د ذِکر په حلقو کښې حاضِريدل * دغه شان نور هم ډير کارونه دي کومې چې فرښتے کوي۔
د فرښتو د پيدا کولو مختلف انداز
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! * د فرښتو د پيدائش طريقه د انسانانو په شان نه ده * يعني انسان وړومبے ټينګه وينه وي * بيا غوښه جوړيږي * بيا اندامونه پوره کيږي * بيا په ده کښې رُوح اچولے شي، بيا پوره انسان جوړ شي او دُنيا ته راشي * په مزه مزه غټيږي * د فرښتو معامله داسې نه ده * فرښتې الله پاک د کلمۀ کُن سره پيدا کوي، يعني الله پاک فرمائي: اوشه! نو فرښته پيدا شي او په خپل کار کښې مصروفه شي * د فرښتو پيدائش اوس هم جاري دے او د هغوئي د پيدائش مختلف انداز دے مثلاً * په څلورم آسمان باندې يوه فرښته ده، د کومي نوم چې روح دے، دا فرښته هره ورځ 12 زره تسبيحات وائي (يعني د الله پاک پاکي بيانوي)، د دې فرښتې په هرې تسبيح سره يوه فرښته پيدا کيږي([2]) * په حديث شريف کښې دي: په جنّت کښ يو نهر دے، حضرت جبريلِ امين عَلَیْهِ السَّلَام هره ورځ دې نهر ته ځي، بيا چې بهر راشي او وَزَرې اوڅنډي نو د هر څاڅکي نه يوه فرښته پيدا شي۔ ([3]) * داسې د بنده ګانو په نيک عملونو سره هم فرښتې پيدا کيږي، شيخ مُحيُ الدِّين اِبنِ عربي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: هر ښه کلام [خبره] او ښه کار فرښته جوړه شي او د آسمان طرف ته اوچته شي۔ ([4]) * په حديثِ پاک کښې دي: رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: کوم بنده چې زما د تعظيم د پاره درودِ