Book Name:Farishta Sifat kaise Banein
چرې زمونږه په وَس کښې وي نو هغه کارونه اوکړو۔
په سورۀ فاتحه کښې مونږه دُعا کوؤ:
اِھۡدِ نَا الصِّرَاطَ الۡمُسۡتَقِیۡمَ ۙ(۵) (پارہ:1، سورۂ فاتحه:5)
ترجَمۀ کنزُ الايمان: مونږ په نيغه لار روان کړې۔
دا صِراطِ مستقيم څه دے؟
صِرَاطَ الَّذِیۡنَ اَنۡعَمۡتَ عَلَیۡہِمۡ ۙ۬ (پارہ:1، سورۂ فاتحه:6)
ترجَمۀ کنزُ الايمان: لار د هغه چا په کومو چې تا احسان کړے دے۔
د سُلطَانُ المُفَسِّرين حضرت عبد الله بن عبّاس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د فرمان مطابق هغه په کومو چې د الله پاک انعام اوشو، په هغوئي کښې فرښتې هم شامِلې دي۔ ([1]) لکه مونږه دا دُعا کوؤ: اے الله پاکه! مونږه د فرښتو په لاره باندې روان کړې، د فرښتو والا اَخلاق راله راکړې، د فرښتو والا صِفتونه را عطا کړې! فرښتې ستا فرمانبرداره دي، مونږ له هم د خپل اطاعت او فرمانبردارئ توفيق راکړې، اے کريم رَبَّه! فرښتې د ګناهونو نه معصومه دي، مونږه هم د ګناهونو نه محفوظ کړې۔
د قرآنِ کريم يو سُورت دے: سورۀ صَافَّات، د دې مبارک سُورت په وړومبي آيت کښې الله پاک اوفرمائيل:
وَ الصّٰٓفّٰتِ صَفًّا ۙ(۱) (پارہ:23 ، سورۂ صَافَّات:1)
ترجَمۀ کنزُ الايمان: د هغوئي قسم چې باقاعده صف جوړ کړي۔
حضرت عبد الله بن مسعود رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: دلته د صفونو جوړولو والوؤ نه مُراد فرښتې دي۔([2]) حضرت جابِر بن سَمُره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: يوه ورځ خوږ آقا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تشريف راوړو او اوئې فرمائيل: تاسو داسې صَفّ ولې نه جوړوئ، لکه څنګه چې فرښتې جوړوي۔ مونږه عرض اوکړو: يَا رسولَ الله