Book Name:Farishta Sifat kaise Banein
په هلاکت کښې غورځوونکي څيزونه څه دي؟ اوئې فرمائيل: (1): شُحٌّ مُطَاعٌ شومتوب د کوم چې پيروي اوکړے شي (2): وَ ہَوًي مُتَّبَعٌ خواهش د کوم چې تابعداري اوکړے شي (3): وَ اِعْجَابُ الْمَرءِ بِنَفْسِہٖ او د بنده خپل ځان رښتونے ګنړل (يعني د ځان خوښئ ښکار کيدل)۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے شان دے زمونږه د آقا او مولیٰ، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔۔۔!! فرښتو چې د 1000 کالو نه په کومو مسئلو کښې بحث کولو، هغوئي ته د هغه مسئلو حل نه ميلاويدو، رسولِ خُدا، احمدِ مجتبیٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په منټونو کښې هغه مسئلې حل کړلې۔
مشکل جو سر پہ آ پڑی، تیرے ہی نام سے ٹلی مشکل کشا ہے تیرا نام، تم پر درود اور سلام
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! غور اوکړئ! فرښتو به د عِلمِ دين څومره شوق لرلو۔ د 1000 کالو پورې فرښتو په عِلمي مسئلو کښې غور او فِکر او په خپل مينځ کښې بحث کولو۔
افسوس! زمونږه د ښه نه د ښه موبائل اخستو شوق دے * د فيس بُک (Facebook) شوق دے * په يوټيوب (You Tube) باندې د وخت تباه کولو شوق دے * د مشهوريدو شوق دے * د فضول سيل سپاټو شوق دے * او پته نه لګي چې څنګه څنګه شوق مونږ کوؤ * کاش! چې زمونږه د عِلمِ دين شوق نصيب شي۔
د عِلمِ دين په شوق لرونکو عظيمو صحابۀ کرامو کښې د عظيم صحابئ رسول حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، د الله پاک آخِري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: د هر کَس په دروازه باندې 2 فرښتې مقررې وي، کله چې هغه د کور نه ووځي نو فرښتې وائي: عالِم جوړ شه يا طالِبِ عِلم جوړ شه۔۔۔!! دريم مه جوړيږه۔ ([2])