Book Name:Farishta Sifat kaise Banein

کښې کله هم، چرته هم څوک عاشقِ رسول درود پاک لولي نو فرښتې هغه ته دُعا کوي: الله پاک دې تا اوبخښي ([1]) * څه فرښتې هغه دي، د کومو چې ذمه واري ده چې هغوئي په زمکه باندې ګرځي راګرځي، کله چې هم څوک عاشقِ رسول په درودِ پاک لوستلو اوويني نو د هغه درود شريف بارګاهِ رسالت ته رسوي ([2]) * حضرت کعب رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: يو سحر داسې نه راځي چې په هغې کښې 70 زره فرښتې نه راکوزيږي [يعني په هر يو سحر کښې 70 زره فرښتې راکوزيږي] او د خوږ آقا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د انوارو نه د ډکې روضې په خوا کښې راجمع کيږي، د خوشحالئ نه خپلې وَزَرې خوزوي او تر ماښامه پورې په هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې درودِ پاک ليږي، کله چې ماښام شي نو دا فرښتې واپس لاړې شي، بيا دومره فرښتې نورې راشي، هغه تر سحره پورې په بارګاهِ رسالت کښې درودِ پاک عرض کوي۔ ([3])

سيّدي اعلیٰ حضرت، امامِ اهلسُنَّت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په حدائقِ بخشش کښې فرمائي:

سَتّر ہزار صبح ہیں، سَتّر ہزار شام                                                                                یُوں بندَگیِ زُلف و رُخ آٹھوں پہر کی ہے

جو ایک بار آئے دوبارہ نہ آئیں گے                                                          رُخْصَت ہی بارگاہ سے بس اس قدر کی ہے

مَعصُوموں کو ہے عُمْر میں صرف ایکبار بَار                                         عاصی  پَڑے  رہیں  تو  صَلا  عُمْر  بھر  کی  ہے([4])

وضاحت: زمونږه د آقا او مولیٰ، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دا شان دے چې 70 زره فرښتې سحر او 70 زره فرښتې ماښام حاضريږي او د درودِ پاک نذرانې وړاندې کوي، د رسالت د شان کمال ته اوګورئ چې کومې فرښتې يو ځل حاضرې شوې، اوس به بيا تر قيامته پورې د هغوئي نمبر نه راځي۔ دا فرښتې دي، کومو ته چې صِرف يو ځل په بارګاهِ رسالت کښې د حاضرئ اجازت نصيب کيږي او په مونږه غلامانو باندې څومره کرم دے؟ که څوک يو ځل راځي، که اوغواړي زر ځله راځي، که اوغواړي ټول ژوند د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په در باندې پروت وي، هيڅ منع نشته۔

اے عاشقانِ رَسُول! دا فرښتې دي، کومې چې د الله پاک په خوږ محبوب نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې د درودونو اميلونه شيندي، کاش! مونږه غلامان هم همت اوکړو، په خپل آقا او مولیٰ، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم


 

 



[1]... معجمِ کبیر،جلد:2،صفحہ:218 ،حدیث:2687 ۔

[2]... نسائی،کتاب: السہو،باب:السلام علی النبی  صَلَّی اللہ عَلَیْہِ وَ آلِہٖ وَسَلَّم ،صفحہ:219 ،حدیث:1279۔

[3]... سنن الدارمی،باب :ما اکرم اللہ تعالیٰ نبیہ ، صفحہ:59 ، حدیث:95ملتقطًا۔

[4]... حدائقِ بخشش،صفحہ:220-221ملتقطاً۔