Book Name:Behtreen Khatakar Kon

کښې موجود دے، ما د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه د پوښتنې کولو نه بغير حکم واورولو، نو هم دغه شان چې سحر شو نو زه د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په بارګاه كښې حاضر شوم، د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خِدمت کښې مې ټوله قيصه عرض کړله، نبئ رحمت، شفيعِ اُمّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې زما خبره واوريدله نو اوئې فرمائيل: اِنَّا لِلّٰہِ وَ اِنَّا اِلَیْہِ رَاجِعُوْن، اے ابو هريره! تۀ پخپله هم هلاک شوې او هغه زنانه دې هم په هلاکت کښې اوغورزَوَله، آيا تا ته د الله پاک دا فرمان ياد نه دے:

اِلَّا مَنۡ تَابَ وَ اٰمَنَ وَ عَمِلَ عَمَلًا صَالِحًا فَاُولٰٓئِکَ یُبَدِّلُ اللّٰہُ سَیِّاٰتِہِمۡ  حَسَنٰتٍ ؕ   وَ کَانَ  اللّٰہُ  غَفُوۡرًا  رَّحِیۡمًا (۷۰)

(پارہ:19 ، سورۂ فُرقان: 70)

[مفهوم]ترجَمۀ کنزُ العرفان: خو چې څوک توبه کړي او ايمان راوړي او ښه کار اوکړي نو د داسې [خلقو] ګناهونه به الله په نيکو کښې بدل کړي او الله بخښونکے مهربانه ده.

      حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ چې کله دا آيت مبارک او د خوږ آقا، مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  فرمان واوريدو نو هغوئي ته احساس اوشو چې ما غلطه مسئله ښودلې ده، په هغوئي باندې دا احساس دومره غالب شو چې هغوئي د مدينې منورې په کوڅو کښې غږ کولو: يوې زنانه د شپې زما نه د مسئلے پوښتنه کړې وه، آيا څوک وئيلے شي چې هغه زنانه څوک ده؟ هغوئي ټوله ورځ دغه شان نعرې وهلے، تر دې چې شپه شوه نو ما هغه زنانه په هغه پروني ځائے کښې ولاړه اوليدله، ما هغې ته د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارك واورولو او اومې وئيل چې بے شکه ستا د پاره توبه ده (يعنې الله پاک ډير غفَّار دے، تۀ توبه اوکړه نو الله پاک به ئې قبوله کړي). دا ئې چې واوريدل نو زنانه خوشحاله شوه او د خوشحالئ نه هغې اووئيل: زما يو باغ دے، زه د خپلې ګناه په کفاره