Book Name:Behtreen Khatakar Kon

دې چې صحيح مسئله ورته بيان کړم). سُبْحٰنَ اللّٰہ! د صحابۀ کرامو عَلَيْهِمُ الرّضوَان اداګانے ځانګړې دي.

په هغه دور کښې ظاهره ده چې په خپل مينځ کښې د رابطو داسې ذريعے نه وے لکه څنګه چې اوس دي * نن صبا خو فيس بُک * يوټيوب * موبائل فون * انسټا ګرام پته نه لګي چې څه څه ايجاد شوي دي او ورسره بے احتياطي هم زياته شوه * خلق غلطې مسئلے شيئر کوي * مسيجونه ليږي * د دين معلومات خو ورسره نه وي، بس څه مسيج راغے، څه پوسټ راغے، ښه اولګيدو او مخکښې ئې اوليږو، يو بټن وهل دي، يو دوه نه، په سوؤنو، په زرګونو بلکه لکونو خلقو ته هغه غلطي اورسي. اوس د دې ازاله څوک اوکړي؟ چې ديني معلومات وي نو پته به اولګي چې ما غلطه مسئله شيئر کړې ده.

بهر حال! غلطې مسئلے، څه غلطه خبره د دين سره تړل او خلقو ته رَسَوَل سخت خطرناک دي، الله پاک په قرآنِ کريم کښې فرمائي:

وَ مَنۡ اَظۡلَمُ  مِمَّنِ افۡتَرٰی عَلَی اللّٰہِ  کَذِبًا  (پارہ:7 ، سورۂ انعام:21)

[مفهوم] ترجَمۀ کنزُ الايمان: او د هغه نه زيات ظالم څوک [دے] چې په الله باندې دروغ اوتړي.

معلومه شوه: چې په الله پاک باندې دروغ تړونکے د ټولو نه غټ ظالم دے، چې مونږه چا ته ديني مسئله اووايو نو د دې مطلب خو هم دا دے چې الله او رسول ( صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ) په دې باره کښې دا فرمائي، که چرې هغه مسئله غلطه ده نو دا به په الله پاک باندې دروغ شي او په الله پاک باندې دروغ تړونکے د ټولو نه غټ ظالم دے. د الله پاک پناه! الله پاک دې زمونږه حفاظت اوکړي.