Book Name:Sadqa Ke Fazail o Adaab
د خزانے نۀ بلکه د هغه د خزانو صرف كنجيانے به په څو اوښانو باندې کيښودلے شوے، هغه د مال په آفت کښې اخته شو، هغه د الله پاک د نبـي حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام هم ګستاخي اوکړه، د الله پاک د حکمونو نافرماني ئې هم اوکړه، آخر هغه په زمکه كښې دننه کړے شو، الله پاک فرمائي:
فَخَسَفۡنَا بِہٖ وَ بِدَارِہِ الۡاَرۡضَ فَمَا کَانَ لَہٗ مِنۡ فِئَۃٍ یَّنۡصُرُوۡنَہٗ مِنۡ دُوۡنِ اللّٰہِ وَ مَا کَانَ مِنَ الۡمُنۡتَصِرِیۡنَ (۸۱)
(پارہ:20 ، سورۂ قصص :81)
[مفهوم] ترجَمۀ کنزُ العرفان: نو مونږه هغه او د هغه کور په زمکه کښې دننه کړل نو د هغه سره څه ډله نه وه کومې چې د الله په مقابله کښې د هغه مدد کړے وے او نه هغه پخپله (د ځان) مدد اوکړو.
قارون د مال په محبّت او حِرص او هوس کښې راغے او ډير غلط کارونه ئې اوکړل خو د هغه په اصلي مرض باندې غور اوکړئ! هغه کومه يوه بيماري وه، د کومې په وجه چې قارون د مال په آفت کښې اخته شو او د الله پاک د قهر او غضب ښکار شو، الله پاک په قرآنِ کريم کښې د هغه د دې باطِني بيمارئ ذِکر اوکړو، ارشاد اوشو:
قَالَ اِنَّمَاۤ اُوۡتِیۡتُہٗ عَلٰی عِلۡمٍ عِنۡدِیۡ ؕ (پارہ:20 ، سورۂ قصص :78)
[مفهوم] ترجَمۀ کنزُ العرفان:(قارون) اووئيل: دا خو ما ته د يو علم په وجه باندې ميلاؤ شو کوم چې زما سره دے.
د قارون په ذهن کښې دا وو چې دا څومره مال او دولت او خزانه ده، دا هر څه زما ذاتي ملکيت دے، زما د محنت نتيجه ده، ما ته يو عِلم معلوم دے د هغه عِلم په وجه ما ته دا هر څه ميلاؤ شوي دي. بس د هغه دغه غلط سوچ، د هغه دې ګمان او دې باطني بيمارئ هغه ډوب کړو او قارون د الله پاک په غضب كښې اخته شو او د بدې خاتمے ښکار شو.