Book Name:Sadqa Ke Fazail o Adaab
رَبِّ رحمٰن په وسيله ما له يوه چيلئ راکړه د پاره د دې چې زه خپل منزل ته اورسم. د سوالګري په شکل کښې راغلې فرښتې دا خبره چې ئې واوريدله نو هغه شُکر ګزار ته خپل مخکښينے حالت راياد شو، هغه اووئيل: زه هم مخکښې ړوند ووم، بيا الله پاک کرم اوفرمائيلو، ما له ئې سترګې هم راکړلې، مال او دولت ئې هم راکړو، دا زما چيلئ دي، د دې نه چې تۀ څومره غواړې هغه همره چيلئ بوتلے شې.
دا ئې چې واوريدل نو فرښتې اووئيل: ستا دې ستا مال مبارک شي، دا ټول مال تۀ د خپل ځان سره اوساته، ستاسو د دريو واړو امتحان واخستے شو، ستا د پاره د الله پاک رضا ده او ستا د دواړو دوستانو (يعنې د برګي والا او ګنجي) د پاره د الله پاک خفګان دے.
عفو کر اور سدا کے لئے راضی ہو جا
تو ہے معْطی وہ ہیں قاسِم یہ کرم ہے تیرا گر کرم کر دے تو جنت میں رہوں گا یا ربّ!
تیرے محبوب کے ٹکڑوں پہ پلوں گا یا ربّ![1]
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد
د مال آفت د کوم ځائے نه شروع کيږي؟
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! په حديثِ پاک کښې بيان شوې د سبق نه ډکه دې واقعه کښې زمونږ د پاره د عبرت حاصلولو د پاره ډير مدني ګلونه دي، يو اهم مدني ګُل کوم چې په دې واقعه کښې د زده کولو د پاره ميلاويږي هغه دا دے چې د مال ډير آفتونه دي * مال انسان مغروره کوي * د مال په وجه باندې انسان د غفلت ښکار کيږي * د مال په وجه د ډيرو زياتو ګناهونو دروازه برسيره کيږي، تر دې چې مال بعضې وخت د بدې خاتمے سبب هم جوړيږي، البته! د مال د دې ټولو آفتونو بنياد يو دے او هغه دا چې * انسان مال خپل ملکيت اوګڼي. چې کله انسان مال خپل ذاتي ملکيت، خپل محنت او د