Aqa Ki Ramzan Say Muhabbat

Book Name:Aqa Ki Ramzan Say Muhabbat

به رَمَضَانُ المُبارَك ته په ښه طريقه هركلے فرمائيلو[1] * د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عادت مبارك دا وو چې د رَجَبُ المُرَجَّب نه د رَمَضَانُ المُبارَك  پورې د رارسيدو دُعاګانې به ئې شروع كولې * خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د رَمَضَانُ المُبارَك ګاونډئ مياشت يعنې د شعبان د مياشتې ډير قدر كولو او په شَعْبَانُ الْمُعَظَّم كښې به ئې ډيرې روژې نيولې  * د رَمَضَانُ المُبارَك  راتلو نه مخكښې به ئې د هرکلي خطبه فرمائيله، په هغې كښې به ئې د رَمَضَانُ المُبارَك فضائل او بركتونه بيان فرمائيل[2] * بيا چې به كله د رَمَضَانُ المُبارَك مياشت ښكاره شوه نو د مياشت ليدلو خاص دُعا به ئې لوستله[3] * او د رَمَضَانُ المُبارَك په راتلو به ئې زيرے وركولو.[4]

ماہِ   رمضاں  جہاں  میں  پھر  آیا                                                                                            مغفرت    کا    پیام    ہے      لایا

رحمتِ   حق     کا    ہو   گیا   سایہ                                                                                                             لحظہ لحظہ نزولِ رحمت ہے[5]

     اے عاشِقانِ رسول! مونږ له هم پكار دي چې مونږه د الله پاك د دې ميلمه يعنې رَمَضَانُ المُبارَك ښه په جوش سره هركلے اوكړو * د رَمَضَانُ المُبارَك په راتلو باندې خوشحالي اوكړو * د رَمَضَانُ المُبارَك راتلو نه مخكښې د دې پوره تيارے اوكړو * دې مبارك ميلمه ته په ښكلي انداز سره هركلے اووائيو او بيا چې څنګه د رَمَضَانُ المُبارَك مياشت ښكاره شي، بس په عبادت او رياضت كښې ښه مشغول شو. په رَمَضَانُ المُبَارَک کښې په مدني چينل باندې شپه او ورځ تر ډيرو ګهنټو پورې نيغ په نيغه


 

 



[1]... لطائف المعارف ، صفحہ:204 ماخوذًا۔

[2]... موسوعۃ الامام ابنِ ابی الدنیا، فضائل شہر رمضان ، ج:1 ، صفحہ:371 ، حدیث:41 ماخوذًا۔

[3]... کتاب الدعاء للطبرانی، باب القول عند دخول رمضان ،جز:5 ، صفحہ:311 ، حدیث:912 ماخوذًا۔

[4]...  مصنف ابنِ ابی شیبہ، کتاب الصیام ، باب ما ذکر فی فضل رمضان …الخ، ج:2 ، صفحہ:419 ، حدیث:1 ماخوذًا۔

[5]... وسائلِ فِردَوس، صفحہ:29۔