Book Name:Aqa Ki Ramzan Say Muhabbat
اے عاشقانِ رسول! نن د ټيكنالوجي دور دے. اَلْـحَـمْـدُ لـِلّٰـه د عاشِقانِ رسول ديني تحريك دعوتِ اسلامي د اسمارټ فون(Smartphone) په ذريعه هم د علمِ دِين عام كولو كوشش كوي. په دې بابله د دعوتِ اسلامي آئى. ټـي ډيپارټمنټ له طرفه مختلف موبائل ايپلي كيشنز جاري شوي دي، په هغې كښې يو موبائل ايپلي كيشن Muslim's Funeral دے. په دې موبائل ايپلي كيشن كښې د مړي د غُسل، كفن او دفن وغيره مُتَعَلِّق اهم معلومات وركړے شوي دي او يوه خاص خبره دا چې مړي له غُسل څنګه وركول دي؟ كفن ورته څنګه اغوستل دي؟ د دې عملي طريقے د پاره Animated Videos هم شامله ده. تاسو دا موبائل ايپلي كيشن په خپل موبائل كښې انسټال كړئ او نورو ته هم د دې ترغيب وركړئ.
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د بيان په آخره كښې د سُنّت فضيلت او د ژوند يو څو آدابو بيانولو سَعَادت حاصلووم. تاجدارِ رِسالت، شهنشاهِ نبوت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: مَنْ اَحَبَّ سُنَّتِـى فَقَدْ اَحَبَّنِـى وَمَنْ اَحَبَّنِـى كَانَ مَعِـى فِـى الْجَنَّةِ چا چې زما د سُنّت سره محبت اوکړو هغه زما سره محبت اوکړو او چا چې زما سره محبت اوکړو هغه به په جنّت کښې زما سره وي.[1]
سینہ تیری سُنّت کا مدینہ بنے آقا! جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد