Book Name:Aqa Ki Ramzan Say Muhabbat

لمُونځونه را اوګرځوي، ګنې ډير نفلونه دې ادا كړي، كه كيدے شي نو ټوله شپه نفلونه ادا كړئ، ګنې نيمه شپه، كه دا هم نه شي كيدے نو د شپې دريمه حِصَّه، كه دا هم نه شي كيدے نو د شپې شپږمه حِصّه، كه دا هم نه شي كيدے نو كم نه كم د ماښام، ماسخُوتن او سحر لمُونځ د جَمعې سره ادا كړئ، تراويح هم پوره ادا كړئ، د ماښام نه پس اَوَّابين هم ادا كړئ، بيا پيشمني ته هسې هم پاڅيدل وي نو د تَهَجُّد لمُونځ هم ادا كړئ،  دغه شان به مونږه اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیْم! د شپې د ډيرې حِصَّې په عبادت كښې په تيرولو كښې كامياب شو.

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                       صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به تراويح ادا كولې

     صحابـئ رسول حضرت عبدُ الله بِن عبَّاس رَضِیَ اللهُ عَنْهُما فرمائي: خوږ آقا مكي مَدَني مصطفٰـى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به په رَمَضَانُ المُبارَك كښې د وتر نه علاوه 20 ركعته لمُونځ ادا كولو.[1]

     مشهور مُفسّرِ قرآن، حكيمُ الاُمَّت حضرت مفتی احمد یار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د دې حديث شريف نه معلومه شوه چې پخپله خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 20  ركعته تراويح ادا كولې. مفتـى صاحب نور ليكي: خيال لرئ چې حُضُور نبـي كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د تراويح لمُونځ د جَمعې سره په پابندئ سره ادا نكړو، صرف 2 ورځې ئې ادا كړو او وروسته ئې اوفرمائيل چې كه په دې پابندي اوكړے شوه نو د فرض كيدو انديښنه ده، چې د هغې په وجه به زما اُمَّت په مشقت كښې راشي. په دې وجه تاسو په خپلو كورونو كښې لمُونځ ادا كوئ! وروسته د (مسلمانانو دويم خليفه) حضرت عمرِ فاروقِ اعظم رَضِیَ اللهُ عَنْهُ د


 

 



[1]... معجمِ اَوسَط، جلد:1 ، صفحہ:233 ، حدیث:798۔