Book Name:Aqa Ki Ramzan Say Muhabbat
وسه غريبانان په ښه طريقې سره روژې اونيسي، د پيشمني او روژه ماتي په وخت د هغوئي په دسترخوان باندې ښه خوراکونه موجود شي، د هغوئي هم د الله پاك د پيدا كړے شوؤ نعمتونو خوړلو موقع نصيب شي، بيا ئې وړوکے اختر هم ښكلے تير شي، په دې وجه په رَمَضَانُ المُبارَك كښې ښه د زړه په صِدق سره صدقه او خيرات كول پكار دي.
كوم خلق چې مالداران دي د هغوئي تر سنګ خو د روژه ماتي دعوتونه هسې هم كيږي، كله د يو دوست خوا ته روژه ماتے كوي، نو كله د خپل يو خپلوان په كور كښې روژه ماتوي، د روژه ماتي په نوم سره په هوټلو كښې ګڼه وي، پاتې شو بے وسه غريبانان...!! د دوئي څوك تپوس اوكړي او څوك ئې روژه ماتي ته را اوبلي...!!
كه چرې خپلوان مو نه وي، بيا هم يو غريب ته په روژه ماتي وركولو کښې څه باك دے بلكه د غريبانو روژه ماتي كښې د ثواب اُمِّيد زيات دے. د صحابـئ رسول حضرت عبدُ الله بِن عُمر رَضِیَ اللهُ عَنْهُما عادت مبارك وو چې هغوئي به روژه ماتے د مسكينانو سره كولو.[1]
سُبْـحٰـنَ الـلّٰـه! مونږه هم نِيَّت اوكړو که زيات نه وي نو كم نه كم يو روژه ماتے خو د يو غريب سره اوكړو، اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیْم! د هغه زړه به خوشحاله شي، د هغه د زړه نه به دُعاګانې اوځي نو اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیْم!كاميابي به مو نصيب شي.
چې وي زما كار د غريبانو مرسته كول د دردمندو او كمزورو سره محبت كول