Book Name:Aqa Ki Ramzan Say Muhabbat

په خپلو ځيونو به كښيناستل، كله چې ټول راغلل نو قاضي صاحب تشريف راوړو، بيا دا ټول خلق په خپلو خپلو سورلو باندې سواره شول، د ښار نور خلق به په هغوئي پسې شاته شاته روان وو، د قاضي صاحب په مشرئ كښې دا قافِله په شان او شوكت سره روانه شوه، په تللو تللو دا قافِله د ښار نه بهر يو اوچت ځائے ته اورسيدله، په دې ځائے كښې قالينونه خواره شوي وو، ټول د خپلو سورلو نه كوز شول، د ماښام وخت نِزدې وو، ټولو د رَمَضَان د مياشت كتلو كوشش شروع كړو، د مياشت ليدلو نه پس د ماښام لمُونځ ئې هلته ادا كړو، د لمَانځه نه پس دا قافِله د ښار طرف ته روانه شوه، اوس د خلقو په لاسونو كښې شمعې، مشعلونه او فانوسونه وو، په دې ښكلي انداز سره ټول خلق د قاضي صاحب د كور پورې راغلل، بيا خپلو خپلو كورونو ته لاړل. د هغوئي تر سنګ هر كال د رَمَضَانُ المُبارك د هركلي دا انداز وو او دې ته به هغه خلقو یَوْمُ الرُّکْبَه (يعنې د سورلئ ورځ) وئيله.[1]

د رَمَضَانُ المُبارَك د هركلي مختلف انداز

     اے د رمضان عاشِقانو! د رَمَضَانُ المُبارَك په مياشت راتلو باندې په مختلف انداز سره هركلے كول، د خوشحالئ اظهار كول څه نوې خبره نه ده، اَلْحَمْدُ للّٰہ! په مسلمانانو كښې د ډيرو كلونو نه دا رواج دے * په مغربي ملكونو كښې به خلقو د شَعْبَانُ الْمُعَظَّم په آخرئ عشره كښې د رمضان د هركلي تياري شروع كوله * د دې د پاره به خلقو په خپلو كورونو كښې صفائې كولې * په كورونو كښې به ئې رنګ چونا كوله * كوم څيزونه چې نوي اخستل وو، اخستل به ئې * د رَمَضَانُ المُبارَك په راتلو باندې به ئې يو بل له مباركي وركوله * او چې كله به د رَمَضَانُ المُبارَك مياشت ښكاره شوه نو په


 

 



[1]... رحلۃ ابنِ بطوطہ ، جز:1 ، صفحہ:49۔