Book Name:Aqa Ki Ramzan Say Muhabbat

رَمضَان د قرآن نازليدو مياشت ده

        اے عاشِقانِ رسول! د رمضانُ المُبارك هم څه ښكلے ښائسته شان دے...!! دا هٰغه مباركه مياشت ده چې په دې كښې د انسانيت د هدايت د پاره آخري آسماني كتاب قرآنِ كريم نازل شو، الله پاك فرمائي:

شَہۡرُ رَمَضَانَ الَّذِیۡۤ اُنۡزِلَ فِیۡہِ الۡقُرۡاٰنُ ہُدًی لِّلنَّاسِ وَ بَیِّنٰتٍ مِّنَ الۡہُدٰی وَ الۡفُرۡقَانِ ۚ   فَمَنۡ شَہِدَ مِنۡکُمُ الشَّہۡرَ فَلۡیَصُمۡہُ ؕ

(پ2  البقره :185)

مَفهُوم ترجمۀ كَنْزُالْعرفان : د رَمَضان مياشت هغه ده چې په دې كښې قرآن نازِل شو كوم چې د خلقو د پاره هِدايت او رَهنُمائى ده او د فيصلې په روښانه خبرو (باندې مشتمل دے)، نو په تاسو كښې چې څوك دا مياشت اومومي نو ضرور دې د دې روژې اونيسي.

     خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! مونږه د 2 سيپارې، د سورۀ بقره آيت نمبر 185 د څه حصَّې اوريدلو سعادت حاصل كړو، په دې آيتِ كريمه کښې د رَمَضَانُ المُبارَك يو خاص تعارف پيش كړے شوے دے چې د فرض روژو د پاره يوه مياشت خاص كړے شوې ده او هغه مباركه مياشت رَمَضَانُ المُبارَك ده.

جنَّت ته د وړومبي تللو سبب

      خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د رمضان مياشت موندل، د رَمَضَانُ المُبارَك بابركته، مُقَدَّسو او د نُور نه ډكو ساعتونو ته رسيدل ډيره د نيك بختئ خبره ده. صحابـئ رسول حضرت طلحه بِن عُبَيدُ الله رَضِیَ اللهُ عَنْهُ فرمائي: يو ځل دوه كسان د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په بارګاه كښې حاضر شول، دواړو كلمه اولوستله او د صحابيت درجې ته اورسيدل، (دواړه نيكان، پرهيزګاران وو، البته) په دوئې كښې يو [صحابـي رَضِیَ اللهُ عَنْهُ] په عبادت او