Book Name:Aqa Ki Ramzan Say Muhabbat

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! چې مونږه د خپلو غريبانانو خپلوانو سره ښه سلوک اوکړو د دوئي حاجت پوره کول هم ښه سلوک دے * خپل زکوٰۃ * فطرانه د اوس نه غريبانانو له ورکړئ * دوئي له راشن ورکړئ * د خوراک سامان ورکړئ * کور کور ته لاړ شئ او دوئي له غَله مثلاً وريژې، غنم، دالونه او نعدې روپئ ورکړئ * د دوئي د روژه ماتي اهتمام اوکړئ۔ د الله پاک آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: اَ کَلَ طَعَامَکُمُ الْاَبْرَارُ يعنې ستا خوراک دې نيکان خلق اوخوري، ([1]) د دين عِلم حاصلوونکي، د دِين عام کوونکي د دې حقدار دي چې هغوئي له خپل زکوٰۃ ، فطرانه، نفلي صدقې ورکړے شي ځکه چې دا نيکان خلق دي د دوئي د پاره د خوراک انتظام اوکړے شي د دوئي روژه ماتے اوکړے شي۔   

د مدني عطياتو ترغيب

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! دعوتِ اسلامي په ټوله دُنيا کښې د نيکئ دعوت عام کوؤنکے ديني تحريک دے. د الله پاک په فضل سره * دعوتِ اسلامي د 80 نه زياتو شعبو کښې ديني خدمتونه ترسره کوي * دعوتِ اسلامي تر اوسه پورې په زرګونو جُماتونه، په سوونو فيضانِ مدينه (مدني مرکزونه) جوړ کړي دي * هلکانو او جينکو (Boys & Girls) ماشومانو ته د قرآنِ پاک بيل بيل تعليم ورکولو د پاره تر اوسه پورې تقريباً 10489 (10 زره 489) مدرسة المَدينه جوړ کړے شوي دي، په کومو کښې چې تقريباً 3،41،821 (3 لاکهه 41 زره 821) هلکانو او جينکو ماشومانو ته د قرآنِ کريم د حفظ او ناظرې مفت تعليم ورکړے كيږي. * د عِلم دين خورولو (يعنې د عالِم او عالِمې کورس) كولو  د پاره بيلې بيلې جامعة المَدينه جوړې کړے شوې دي. تر اوسه پورې تقريباً 1310 جامعة المَدينه (د هلکانو او جينکو د پاره) جوړې کړے شوې دي، په کومو کښې چې تقريباً 1, 04, 857(1 لاکھ 4 زره 857) جينکو او هلکانو طالب علمانو ته درسِ نظامي (د عالِم او عالِمې


 

 



[1]... ابوداؤدکتاب الاطعمہ، باب ماجاء فی الدعا، صفحہ:607، حدیث3854۔