Book Name:Aqa Ki Ramzan Say Muhabbat

  د مِسواك كولو سُنَّتونه او آداب

     دوه فرامِينِ مُصطفٰی  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم : (1) دوه رکعته د مسواک کولو سره ادا کول د مِسواك نه بغير د 70 رکعتونو نه افضل دي.[1] (2) د مِسواک اِستعمال د ځان د پاره لازِم کړئ ځکه چې په دې کښې د خُلې صفائي (ده او دا د) الله پاك د رِضا سبب دے.[2]

    اے عاشِقانِ رسول! * حُضُورِ اكرَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به هره شپه ډير ځله مسواك كولو، هر ځل د اُوده کيدلو په وخت کښې هم او د بيداريدلو په وخت کښې هم * بغير د ښه نِيَّت نه د مسواك كولو سره به طبعي فائدې حاصلې شي خو ثواب به نه ميلاويږي، مثلاً د اوداسه د پاره مسواك كول وي نو داسې درې نِيَّتونه اوكړئ: د رضائے اِلٰهي حاصلولو، د سُنَّت ادا كولو او د ذِكر او دُرُود د پاره د خُلې پاكولو په غرض مسواك كووم. * مشائِخِ کِرام فرمائي: څوك چې د مِسواک عادت لري د مرګ په وخت کښې به هغه ته کلِمه وئيل نصيب کيږي * د حضرت سَيِّدنا عبدُالله بِن عبّاس رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُمَا نه رِوايت دے: په مِسواك کښې لس صفتونه دي: خُله پاکوي، اورئ مضبوطوي، نظر تيزوي، بلغم لرې کوي، د خُلې بدبوئ لرې كوي، د سُنّت موافِق دے، فرښتې پرې خوشحاليږي، رب پرې رضا کيږي، مسواك نيکئ زياتوي او معده صحيح کوي * مِسواك 


 

 



[1]... اَلتَّرغِیْب وَالتَّرہیب، كتاب: الطہارۃ، الترغیب فی السواک، صفحہ:86، حدیث:18۔

[2]... مسند امام احمد، جلد:2، صفحہ:438، حدیث:5869۔