Book Name:Aqa Ki Ramzan Say Muhabbat
تراويح د لمُونځ اهتمام اوفرمائيلو او 20 ركعته تراويح ئې باقاعده د جَمعې سره د ادا كولو انتِظام اوفرمائيلو.[1]
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! تراويح د رَمَضَانُ المُبارَك خاص عبادت دے، نفلونه ټول كال ادا كيدے شي، نفلـي اعتِكاف هم كيدے شي خو تراويح صرف په رَمَضَانُ المُبارَك كښې ادا كيږي، په دې وجه په تراويح كښې بالكل هم سُستي نه ده پكار. ياد لرئ! په رَمَضَانُ المُبارَك كښې تراويح ادا كول سُنَّتِ مُؤَكَّده دي. [2] سيدي اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په فتاویٰ رضويه شريف کښې فرمائي: د سُنَّتِ مُؤَکَّده د پريښودو عادت جوړول ګناه ده۔ ([3]) د تراويح د نورو مسئلو او فضيلتونو نه د ځان خبرولو د پاره د مکتبة المدينه د کتاب فيضانِ رمضان باب فيضانِ تراويح اولولئ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د معلوماتو خزانه به په لاس درشي۔
(4) د قرآنِ كريم دور به ئې فرمائيلو
اے عاشِقانِ رسول! د خوږ آقا مكي مدَني مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د رَمَضَانُ المُبَارَك د معمولاتو نه يو دا هم دے چې خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به په رَمَضَانُ المُبَارَك كښې ډير زيات تلاوت كولو بلکه صحابـئ رسول حضرت عبدُ الله بِن عبَّاس رَضِیَ اللهُ عَنْهُما فرمائي: هر كال به حضرت جبريلِ اَمِين عَلَيْهِ السَّلام حاضريدلو او خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د هغه سره د قرآنِ كريم دور فرمائيلو.[4]