Book Name:Aqa Ki Ramzan Say Muhabbat

مائل كيږي نه، آؤ د رَمَضَانُ المُبارَك شپې تيرولو د پاره د لوبو تماشو اهتمام كيږي، كاش! چې زمونږه په صحيح معنو کښې د رَمَضَانُ المُبارَك قدر نصيب شي.

د رَمَضَانُ المُبارَك د بےحرمتئ انجام

    علَّامه ابنِ جَوزى رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليكي: د الله پاك آخري رسول، رسولِ مقبول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: زما خوا ته جبريل اَمين عَلَيْهِ السَّلام حاضر شو او عرض ئې اوكړو: يَـا رَسُولَ الـلّٰـه  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! د قيامت په ورځ به يو ځلمے راوستے شي، هغه به غمژن وي، ژاړي به، فرښتو به هغه د اور او اوسپنې په لارو روان كړے وي، هغه ځوان به د زر كاله پورې د الامان! الامان! چغې وهي خو هغه ته به امان نه وركړے كيږي، بيا به دا ځلمے زر كاله پس د ربِّ قَهَّار په بارګاه كښې پيش كړے شي، الله پاك به فرښتو ته حكم اوكړي دا پړمخ دوزخ ته اوغورځوئ! د جبريل اَمين عَلَيْهِ السَّلام دې بيان اوريدلو سره خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: اے جبريله (عَلَیْهِ السَّلَام)! دا به څوك وي؟ عرض ئې اوكړو: يَـا رَسُولَ الـلّٰـه  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! دا به ستا يو اُمَّتـي وي. اوئې فرمائيل: د ده ګناه به څه وي؟ عرض ئې اوكړو: دا هغه بدنصيبه دے، چې د ده په ژوند كښې رَمَضَانُ المُبارَك راغله خو ده د توبې او اِستِغفَار په ځائے رَمَضَانُ المُبارَك په ګناهونو كښې تيره كړه.[1] 

     د الله پناه! د الله پناه! اے د رمضان عاشِقانو! غور خو اوكړئ! په رَمَضَانُ المُبارَك كښې ګناه كول او د دې مُقَدَّسې مياشتې بےحرمتي كول څومره نقصان رسوونکې ده...!! د رَمَضَانُ المُبارَك بےحرمتي كوونكي دې د دې نه عبرت واخلي، لږ سوچ خو اوكړئ....!! مونږه به ترڅو پورې په دې دُنيا كښې ژوندي يو؟

ایک  دن  مرنا  ہے  آخر  موت   ہے                       کر  لے  جو  کرنا  ہے  آخر  موت  ہے


 

 



[1]... بستان الواعظین ، صفحہ:188 ۔