Book Name:Aqa Ki Ramzan Say Muhabbat

يعنې د روژې د باطنـي آدابو خيال ساتلو او د ګناهونو نه د بچ كيدو پوره پوره كوشش اوكړئ (7) د رَمَضَانُ المُبارَك هر قِسمه بے ادبئ نه ځان بچ كړئ (8) پينځه واړه لمُونځونه د جَمعې سره ادا كړئ (9) ښه تلاوت اوكړئ (10) نعتونه اولولئ (11) په نيك كارونو كښې تادي كوئ (12) او د ټولو نه اهمَّه خبره مونږ له په خپل ذِهن كښې دا ايښودل پكار دي چې دا زما د ژوند آخري رمضان دے. چې دا يو څو طريقې خپلې كړو نو اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیْم! د رَمَضَانُ المُبارَك ښه بركتونه به نصيب شي او که الله پاك اوغواړي نو د بخښنې خيرات به هم حاصل شي.

یاخُدا  ماہِ رمضاں کے صدقے                                                                                   سچی توبہ کی توفیق دیدے

نیک بن جاؤں  جی چاہتا ہے                                                                                    یاخُدا تجھ سے میری دعا ہے!

د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رَمَضَان

    خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! زمونږ خوږ آقا او مولٰـى، مكي او مدَني مصطفٰـى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د رَمَضَانُ المُبارَك سره ډير زيات محبت كولو. د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په ژوند مبارك كښې رَمَضَانُ المُبارَك ته يو خاص اهميت حاصل وو. زمونږ خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به رَمَضَانُ المُبارَك څنګه تيرولو؟ راځئ! په دې حقله د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خوږې خوږې طريقې اورو، كه مونږه د خپل خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دا طريقې خپلې كړې نو اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیْم! په رَمَضَانُ المُبارَك كښې به ډير بركتونه حاصل كړو او د بخښنې خيرات موندلو كښې به هم كامياب شو.

(1) رَمَضَانُ المُبارَك ته به ئې هر كلے فرمائيلو

    * زمونږ د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يوه خوږه طريقه دا ده چې هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم