Book Name:Aqa Ki Ramzan Say Muhabbat

نصيبه دے هغه څوك كوم چې پينځه وخته لمُونځ د جَمعې سره په ادا كولو كښې كامياب شي، ګنې يو شمير خلق داسې دي چې د جَمعې د لمُونځ نه هم محرومه اوسي.

      بهرحال! مونږ به په رَمَضَانُ المُبارَك كښې عبادت ډير زيات كوؤ، مخكښې به مو پينځه لمُونځونه ادا كول * اوس به تراويح هم ادا كوؤ * تَهَجُّد به هم شروع كوؤ * د اشراق او څاښت نفلونه به هم ادا كوؤ * د اَوَّابين نفلونه به هم ادا كوؤ * د شپې اوده كيدلو نه مخكښې به د صَلٰوةُ التَّوْبَه نفلونه ادا كوؤ او بيا به اوده کيږو * دغه شان به مو مخكښې 313 ځله دُرود شريف لوستلو، په رمَضان شريف كښې به 1000(زر پيرې) لولو * مخكښې به مو هره ورځ يوه سيپاره تلاوت کولو، په رَمَضَانُ المُبارَك كښې به دوه سيپارې تلاوت كوؤ، داسې په نورو ورځو كښې چې زمونږ د عبادت كوم عام معمول دے، په رَمَضَانُ المُبارَك كښې په هغې كښې زياتوالے پكار دے. الله پاك دې توفيق راعطا كړي.

په رَمَضَانُ المُبارَك كښې 2 اهم عبادتونه

       اُمُّ الْمُؤْمِنِیْن، حضرت عائشه صِدِّيقه رَضِیَ اللهُ عَنْها فرمائي: كله به چې د رَمَضَانُ المُبارَك [مياشت] راغله نو خوږ نبـي، رسولِ هاشمي به لمُونځونه ډىر كول او ډيرې په عاجزئ سره به ئې دُعاګانې كولې.

     د رَمَضَانُ المُبارَك ډير عبادتونه دي، دا دوه [عبادتونه] هم ډير اهم دي: (1) ډير نفلونه ادا كول (2) ډيرې دُعاګانې كول.

په رَمَضَانُ المُبارَك كښې شوګيره اوكړئ!

     د چا په ذِمه چې قضا لمُونځونه وي، هغه له پكار دي چې د نفلونو په ځائے قضا