Book Name:Aqa Ki Ramzan Say Muhabbat

دا ښكلې ادا ګانې خپلې كړو، څنګه چې رَمَضَانُ المُبارَك تشريف راوړي، بس عبادت ته ملا اوتړو، ټول رَمَضَانُ المُبَارَک کښې ښه په مينه محبت سره عبادت اوكړو.

په عبادت كښې، رياضت كښې، تلاوت كښې مې اولګوې زړه

د رمَضان په بركت كرم اوكړې مولٰـى!

رَمَضَان د نيكو موسم دے

     اے عاشِقانِ رسول! رَمَضَانُ المُبارَك د نيكو مياشت ده خو افسوس!  زمونږ خلق په رمضان كښې خپل د دنيا مصروفيات زياتوي. رَمَضَانُ المُبارَك د كاروباري خلقو د پاره د ګټې مياشت ده، په رَمَضَانُ المُبارَك كښې په بازارونو كښې ګڼه جوړيږي، د پيزارونو او جامو په دكانونو ښه ګڼه وي، داسې د دُكاندارانو مشغوله هم زياتيږي، معاذَ الله! بعضې نادانه د دې مشغولا په وجه فرض روژې هم پريږدي او لمُونځونه هم قضا كوي.

     آه! افسوس! مونږه خلق د اختر د يوې ورځې د پاره پوره رمَضان تياري كوو خو د رَمَضَانُ المُبارَك پوره مياشت څنګه تيرول دي، د دې تياري يوه ورځ هم نه كوؤ. رَمَضَانُ المُبارَك واقعي موسم دے خو د مال ګټلو نه بلكه د نيكو ګټلو موسم دے، ښه په شوق او محبت سره د عبادت موسم دے. اوګورئ! زمونږه خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د رَمَضَانُ المُبارَك په مياشت كښې ډير زيات عبادت كولو يعنې د عام معمولاتو نه به ئې زيات عبادت كولو.

      اندازه اولګوئ! د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يو يو ساعت به په عام حالت كښې هم په نيكو كښې تيريدلو نو په رَمَضَانُ المُبارَك كښې به ئې عبادت څومره ډير كولو. بل طرف ته زمونږه حال څه دے...؟ د عامو ورځو عبادت هم بس داسې دے....!! خوش