Book Name:Aqa Ki Ramzan Say Muhabbat
مياشت ليدلو سره به خلقو د اَللهُ اَكبَر نعرې وهلې * او د پيشمني او روژه ماتي كلينډرې به هم تقسيميدلې * د اِنډُونيشيا مسلمانان به د رَمَضَانُ المُبارَك د تعظيم د پاره ښپے ابله ښپے كيدل او مياشت به ئې كتله * د رَمَضَانُ المُبارَك په راتلو سره به په جماتونو كښې د صفائې اهتمام كيدلو * جماتونه او د جمات طرف ته تلونكې لارې به ښائسته كولے كيدلې.
الله پاك دې مونږ له هم په ښه اهتمام سره د رَمَضَانُ المُبارَك د هرکلي كولو توفيق راكړي * که ډير نه وي نو كم نه كم د خپل كور صفائي اوكړئ * د رَمَضَانُ المُبارَك د هركلي د پاره په كورونو كښې خوشبويانې اوكړئ * د جماتونو د صفائې دې خاص اهتمام وي * كه كيدے شي نو د رَمَضَانُ المُبارَك د عبادت د پاره نوې جامې اوګنډئ * په كور كښې موجود جائے نمازونه هم ښه اوينځئ * د ذِكر و اذكار د پاره نوې تسبيح واخلئ. داسې د رَمَضَانُ المُبارَك ښه اهتمام سره هركلے اوكړئ، چې د رَمَضَان په محبت كښې د ښه ښه نِيَّتونو سره دا ټول هر څه اوكړو نو اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیْم!بركتونه به نصيب شي.
(2) آقا كريم به د رَمَضَانُ المُبارَك د پاره فكرمند كيدلو
زمونږ خوږ آقا مكي مدني مصطفٰـى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د رَمَضَانُ المُبارَك د پاره ډير فكرمند كيدلو. د مسلمانانو خوږه محترمه مور حضرت عائشه صديقه رَضِیَ اللهُ عَنْها فرمائي: د رَمَضَانُ المُبارَك راتلو سره به د سركارِ مدينه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مخ مبارك رنګ بدليدلو.[1]