Book Name:Aqa Ki Ramzan Say Muhabbat

خصوصي نشريات کيږي په کومو کښې چې د مازيګر او د تراويح نه پس 2 مدني مذاکرې هم کيږي * په دې کښې شرکت اوکړئ * فيضانِ رمضان کتاب اولولئ * د دې درس ورکړئ * که کيدے شي نو د ټول رَمَضَانُ المُبَارَک اعتکاف اوکړئ * ګنې نو کم از کم د آخري عشرې د اعتکاف کولو سعادت حاصل کړئ او جُماتونه آباد کړئ او پينځه واړه لمونځونه په جُمات کښې ادا کړئ۔

اے عاشقانِ رَسُول! په خپلو کورونو کښې د رَمَضَانُ المُبَارَک د نورو برکتونو موندلو د پاره د خپل کور زنانوؤ له هم دا ذهن جوړ کړئ چې د رَمَضَانُ المُبَارَک د مياشت د نظر راتلو نه مخکښې بلکه د هميشه د پاره مسجدِ بيت (په کور کښې د عبادت د پاره ځائے) خاص کړئ او په دې کښې عبادت شروع کړئ، د خپل محارم سره ذِکر او درود او د نفلونو اهتمام د نن نه اوکړئ اسلامي خوئيندې دې د آخري عشرې اعتکاف هم په دغه مسجدِ بيت کښې اوکړي۔ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د رَمَضَانُ المُبَارَک ډير برکتونه به بياموندے شي۔   

د مصر په يو ښار كښې د رَمَضَان د هر كلي كولو يو ځانګړے انداز

      د رَمَضَانُ المُبارَك ښه هركلے كول د مسلمانانو معمول دے، مشهور سِیيلګيرے اِبْنِ بَطُّوْطَه ليكي: د 727 هجرئ خبره ده، زه د مصر په يو ښار كښې ووم، د شَعْبَانُ الْمُعَظَّم 29 تاريخ وو، د هغه ځائے د قاضي صاحب قاضي عِزُّ الدِّين په كور كښې ښه اهتمام كيدلو، د ماښام په وخت د ښار لوئي لوئي عالِمَان او مالداره خلق د قاضي په كور كښې جمع كيدل شروع شول، په دروازه باندې يو شاهي نوكر ولاړ وو كوم چې به په ډير ښكلي انداز كښې راتلونكو ميلمنو ته تود هركلے وئيلو، علمائے كرامو به تشريف راوړلو او