Book Name:Aqa Ki Ramzan Say Muhabbat

عبادت كول هم د بخښنې ذريعه ده * هم داسې روژه نيوونكي ته روژه ماتے وركول * په غُلام (يا نوكر) باندې آساني كول هم د بخښنې ذريعه ده * په رَمَضَانُ المُبارَك كښې دې د الله پاك ذِكر زيات اوكړے شي چې په حديثِ پاك كښې دي: رَمَضَانُ المُبارَك كښې د الله پاك ذِكر كوونكے بخښلے شوے دے.[1] * دغه شان په رَمَضَانُ المُبارَك كښې د زياتې بخښنې غوښتلو سره هم د بخښنې خيرات ميلاويږي. چې كله  خبره داسې ده چې په دې مُقَدَّسه مياشت كښې د بخښنې ټول سامانونه جمع دي، د دې باوُجود هم كه يو كس د بخښنې نه محرومه پاتې شي، خپل ځان اونه بخښې نو يقيناً هغه ډير محرومه دے.[2]

په رَمَضَانُ المُبارَك كښې د بخښنې اسباب

     الله پاك دې مونږه د دې محرومئ نه محفوظه اوساتي. مونږه په رَمَضَانُ المُبارَك كښې خپل ځان څنګه بخښلے شو؟ د دې د پاره (1) د ټولو نه وړومبے كار دا كول دي چې د رَمَضَانُ المُبارَك راتللو نه مخكښې مخكښې مونږه رښتيني پخه توبه اوكړو چې د ګناهونو نه بالكل پاك او صفا شو او د رَمَضَانُ المُبارَك هر کلے اوكړے شو (2) په رَمَضَانُ المُبارَك كښې د ورځې روژه نيول او د شپې قيام (مثلاً پوره 20 ركعته تراويح، تَهَجُّد او نور نوافل وغيره) هيڅ كله مه پريږدئ (3) د نَفسِ اَمَّاره د خواهشونو منع كولو ښه كوشش اوكړئ (4) په رَمَضَانُ المُبارَك کښې څه نا څه وخت داسې ضرور اوباسئ چې په هغې كښې څه كار نه وي، زړه د دُنيا د خيالونو نه بالكل صفا وي او مونږه په ښه تَوَجُّه سره صرف او صرف ذِكر او دُرود اوكړو (5) د غريبانو، فقيرانو او مسكينانو خيال اوساتئ، که الله پاك درله فراخي دركړې وي نو د زړه د خَلاصه په غريبانانو خرچ كړئ (6) د تقوٰى خپلولو


 

 



[1]... معجمِ اَوسَط، جلد:4 ، صفحہ:338 ، حدیث:6170۔

[2]... لطائف المعارِف ، صفحہ:287 ملتقطًا۔