Book Name:Aqa Ki Ramzan Say Muhabbat

په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: نيك اعمال

       خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت حضرت علّامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطّار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه فرمائي: د روژې مياشت، د نيک اعمال مياشت ده۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د روژې مياشت، د نيک اعمال مياشت راتلونکې ده، د هر کال په شان به دا کال هم د روژې مياشت د نيک اعمال د مياشت په طور تيروو۔ ټول ذمه واران دې ملا کلکه اوتړي چې په 12 ديني کارونو کښې هم ښه پوره حِصَّه واخلئ! اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! د دين او دُنيا بے شميره خيرونه به در نصيب شي. په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: نيک اَعمَال هم دے. دا وړه شان رساله د مکتبة المَدينه نه هديةً واخلئ او که غواړئ نو د دعوتِ اسلامي د ويب سائټ (www.dawateislami.net) نه ئې ډاؤن لوډ کړئ بلکه که نوره آساني غواړئ نو په خپل موبائل کښې Naik Amal ايپلي کيشن انسټال کړئ، په دې کښې په مختلفو نيکو اعمالو باندې مشتمل سوالونه ورکړے شوي دي، د هر سوال نه لاندې 30 خانے دي، هره ورځ د خپلې خوښې يو وخت مقرر کړئ او د خپلو اعمالو جائزه اخلئ، او د هغې مطابق ژوند تيروئ، اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! د دې په برکت به د ګناهونو نه د بچ کيدو او د نيکو کولو ذِهِن جوړيږي، د زړه پاکي به نصيب کيږي او کردار به مو صفا ستهرا، ځلنده، ښکلے شي. راځئ د ترغيب د پاره يو مدني سپرلے اورو:   

ټوله کورنئ په نيغه لار شوه  

      د ضلع اټک (پنجاب، پاکستان) د يو اسلامي ورور بيان دے، ما د ګناهونو نه ډک ژوند تيرولو، فلمونه کتل، لوفري کول، لمُونځونه قضا کول وغيره زما په معمولاتو کښې شامل وو، يو ځل زمونږه علاقې ته د عاشقانِ رسول مدني قافله راغله، په هغوئي کښې يو اسلامي