Book Name:Aqa Ki Ramzan Say Muhabbat

بابركته ساعتونو كښې د ساه اخستلو سعادت حاصل كړو. الله پاك دې مونږ ته د دې توفيق را نصيب كړي، د مرګ هيڅ څه باور نشته، معلومه نه ده چې را روانه ساه به هم واخلو او كه نه، څومره به داسې وو کوم چې په تير شوي رَمَضَانُ المُبارَك كښې زمونږ سره وو خو هغوئي په دې كال نشته، الله دې اوكړي چې زمونږه دومره مهلت نصيب شي او مونږه په خير او عافيت سره خوږې او معززې مياشت رَمَضَانُ المُبارَك ته په رسيدلو كښې كامياب شو.

میں  رمضانُ  المبارک   پاؤں،  روزے  سارے  رکھ  پاؤں

تُو   رکھ   زندہ   سلامت،   ماہِ  رمضان   آنے   والا     ہے

اِلٰہی        عافیت        دینا،    سلامت       دِل     عطا     کرنا

عطا    کر   دے   تُو   صِحَّت،  ماہِ   رمضان  آنے  والا  ہے[1]

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                                                             صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

آه! که د بخښنې نه محرومه شو نو...!!

      خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! يقيناً رَمَضَانُ المُبارَك نصيب كيدل ډير لوئي سعادت دے خو د دې نه زياته د سعادت خبره دا ده چې  انسان رَمَضَانُ المُبارَك اومومي او * د دې ښه عِزَّت اوكړي * روژې اونيسي او * ډير تلاوت اوکړي او * زيات نيك اعمال اوکړي او * په توبه او استِغفار كولو كښې كامياب شي. آه! هغه نادانه كوم چې د دې د بخښنې، رحمت او د جَهَنَّم نه د آزادئ په دې مياشت كښې هم په خپل ځان بخښلو كښې كامياب نه شي، هغه ډير محرومه دے. حضرت اَنس بن مالک رَضِیَ اللهُ عَنْهُ فرمائي


 

 



[1]... وسائلِ فِردَوس ، صفحہ:25  بتقدیم و تاخیر۔