Book Name:Aqa Ki Ramzan Say Muhabbat

ادا كولو سره د قرآنِ كريم دور اوكړو نو د ادا فرض به هم ادا شي او د الله پاك په كرم سره به 70 چَنده زيات د ثواب حقدار اوګرځو. 

ہرگھڑی رحمت بھری ہے ہر طرف ہیں برکتیں      ماہ ِ رَمضاں  رحمتوں  اور  برکتوں کی کان  ہے

آگیا   رَمضاں  عبادت  پر  کمر  اب   باندھ  لو      فیض  لے  لو  جلد  یہ دن تیس  کا مہمان  ہے

(5) آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به سخاوت كولو

    خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! زمونږ د خوږ آقا مكي مدَني مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د رَمَضَانُ المُبَارَك د معمولاتو نه يو دا هم دے چې خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به په رَمَضَانُ المُبَارَك كښې ډير زيات سخاوت كولو، په رواياتو كښې تر دې پورې راغلي دي چې خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د تيزې هوا نه هم زيات سخاوت كولو.[1] د هغوئي نه به چې چا اوغوښتل، عطا كول به ئې.[2]

      سُبْـحٰـنَ  الـلّٰـه!زمونږ خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خو د سخيانو سخي دے، رَمَضَان وي او که رَمَضَان نه وي، د دې در نه د سخاوت درياب هميشه جاري وي. البته د سخي آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سخاوت درياب به نور هم ډير زيات په جوش كښې وو. مونږ له هم په رَمَضَانُ المُبارَك کښې خپل سخاوت زياتول پكار دي، مخكښې مو چې څومره د الله پاك په لاره كښې خرچ كول، په رَمَضَانُ المُبارَك كښې د هغې نه زيات وركړئ، زمونږ په مُعاشره كښې د غريبانانو كمے نشته، څومره يتيمانان، مسكينان او غريبانان به داسې وي چې د هغوئي پيشمنې او روژه ماتې به په اوبو سره کيږي. کيدے شي چې د كجورو اخستلو وَس به هم نه لري، بيا د رَمَضَانُ المُبارَك نه پس اختر هم راځي، بے


 

 



[1]... بخاری ، کتاب بدء الوحی، صفحہ:67 ، حدیث:6۔

[2]... الطبقات الکبریٰ ، جلد:2 ، صفحہ:150۔