Aqa Ki Ramzan Say Muhabbat

Book Name:Aqa Ki Ramzan Say Muhabbat

     معلومه شوه چې په رَمَضَانُ المُبارَك كښې د قرآنِ كريم دور كول هم سُنَّتِ مصطفٰـى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دي. د دور مطلب دے: يو ئې لولي او بل ئې اوري، بيا دويم ئې لولي او وړومبنے ئې اوري. حافِظان خو عام طور دور كوي، خاص طور په تراويح كښې چې كومه سيپاره لوستل وي، د هغې دور كوي، د دې سره حِفظ پخيږي. که چرې حفظ کړے مو نه وي نو څه اوشو؟ مونږه د اوس نه د حفظ کولو کوشش شروع کوؤ، که پوره قرآنِ کريم نه وي نو کم نه کم، سورۀ ياسين، سورۀ رحمان، سورۀ ملک، سورۀ واقعه او سورۀ مزّمل ياد کړئ۔

که چرې دا هم ياد دي نو چې مونږه نوره اضافه اوکړو او واړه واړه سورتونه ياد کړو۔ د دې سورتونو حفظ کولو سره که چرې د دې فضيلتونه په ذهن کښې وي نو شوق به زياتيږي لکه څنګه چې * سورۀ ياسين شريف ته د قرآنِ کريم زړه * سورۀ رحمان ته د قرآنِ کريم ښکلا اووئيلے شوه او * د سورۀ ملک تلاوت د قبر د عذاب نه نجات ورکوي * د سورۀ واقعه تلاوت په رزق کښې د زياتوالي سبب جوړيږي۔

بهر حال! مونږ له پکار دي چې د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دا ادا، ادا کړو، په كور كښې دوه وروڼه يو ځائے، يا خور ورور دې په ىو ځائے دور اوكړي، مور ځوئ بلكه ښځه خاوند هم په يو ځائے دور كولے شي، كه حِفظ ئې نه وي كړے نو څه خبره نه ده، دواړه دې خپلې مخے ته قرآنِ كريم بيرته كړي، يو دې په ليدلو لولي، بل دې په ليدلو اوري، بيا دې دويم په ليدلو لولي، وړومبے كس دې په ليدلو اوري. دغه شان به اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیْم! د قرآنِ كريم د لوستلو هم ثواب حاصل شي او د دې سره سره به د اوريدلو ثواب هم نصيب شي. ياد لرئ!  چې قرآن لوستلے كيږي نو اوريدل ئې فرض دي او په رَمَضَانُ المُبارَك كښې د فرض ثواب 70 چَنده زياتيږي. كه مونږه د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ادا،