Aqa Ki Ramzan Say Muhabbat

Book Name:Aqa Ki Ramzan Say Muhabbat

په ښي لاس کښې داسې نيسئ چې کچئ ګوته ترينه لاندې، د مينځ درې ګوتې پري د پاسه وي او غټه ګوته ئې په سر [د برش سره] وي * مخکښې د ښي طرف په پاسنو غاښونو كښې، بيا د ګڅ طرف  پاسنو غاښونو كښې، بيا د ښي طرف په لاندِينو غاښونو كښې او بيا د  ګڅ طرف لاندِينو غاښونو كښې مِسواك کوئ * مِسواك کولو وخت کښې په موټي کښې نيولو سره د بواسيرو کيدو خطره ده * مِسواك په اوداسه كښې شامل نه دے، دا د اودس سُنّتِ قَبلِيه دے البَتَّه سُنَّتِ مُؤکَّده هغه وخت دے چې په خُله کښې بدبوئ وي * مِسواك چې کله د استعمال قابِل پاتې نه شي نو غورځوئ ئې مه، ځکه چې دا د سُنَّت ادا کولو آله ده، چرته ئې په اِحتياط سره کيږدئ يا ئې ښخ کړئ، يا څه کاڼے وغيره وزن ورپورې اوتړئ او په سمندر کښې ئې ډوب کړئ.

      ياد ساتئ! د روژې په حالت کښې هم مسواک کول سُنَّت عمل دے، البته که چرې د مسواک چقولو سره ريشې پريږدي يا مزه محسوس شي نو داسې مسواک کول نه دي پکار۔ ([1])

د مختلفو سنتونو زده کولو د پاره د مکتبةُ المَدینه بهارِ شريعت جلد 3 نه حِصَّه 16 او د شيخ طريقت، امير اهلسنت دَامَتْ بَرَکَاتُهُمُ الْعَالِیَه د 91 صفحو کتاب 550 سنتیں اور آداب


 

 



[1]... فتاویٰ رضویہ، جلد:10، صفحہ:511۔