Book Name:Ba Wuzu Rehnay Ke Fazail
په دې باندې فرښتو عرض اوکړو:
اَتَجۡعَلُ فِیۡہَا مَنۡ یُّفۡسِدُ فِیۡہَا وَ یَسۡفِکُ الدِّمَآءَ ۚ (پارہ:1، سورۂ بقرہ:30)
ترجَمۀ کنزُ الايمان: آيا داسې به نائب جوړوې کوم چې به په دې کښې فساد خپروي او وينه به توئي کوي۔
(فرښتو دا خبره د اعتراض په طور باندې نه وه کړې، هغوئي صرف ځان د حکمت نه خبرولو او دا عرض ئې کولو چې مولیٰ! مونږه ستا پاکي بيانوؤ، ستا حمد او ثنا کوؤ، مونږ دې خليفه مقرر کړے شي د انسان په خليفه جوړولو کښې څه حکمت دے؟) په دې باندې الله پاک اوفرمائيل:
اِنِّیۡۤ اَعۡلَمُ مَا لَا تَعۡلَمُوۡنَ (۳۰) (پارہ:1، سورۂ بقرہ:30)
ترجَمۀ کنزُ الايمان: ما ته معلوم دي کوم چې تاسو ته نه دي معلوم۔
د رَبِّ کائنات دا جواب چې ئې واوريدو نو فرښتې ويريدې، هغوئي ته داسې اولګيده چې مونږه د الله پاک په بارګاه کښې ډير جُراءَت کړے دے، ځکه هغوئي د الله پاک د ويرې نه د الله پاک د عرش طواف شروع کړو۔ په دې باندې الله پاک اوفرمائيل: اے فرښتو آيا تاسو زما مغفرت او رضا غواړئ؟ عرض ئې اوکړو: آؤ جي مولیٰ! زمونږه ستا د مغفرت او رضا ميلاؤيدو نه زيات د بَل هيڅ څيز شوق نشته۔ په دې باندې الله پاک اوفرمائيل: د عرش د لاندې يو نهر دے، کوم ته چې نَهرُ الحَيوَان وئيلے شي، هلته لاړې شئ! فرښتې هلته اورسيدې۔ الله پاک اوفرمائيل: لاسونه وينځئ! فرښتو لاسونه وينځل۔ الله پاک اوفرمائيل: تَمَضْمَضُوا ثَلَاثًا 3 ځل خُلې ته اوبه واچوئ۔ فرښتو خُلې ته اوبه واچولې۔ الله پاک اوفرمائيل: اِسْتَنْشِقُوْا ثَلَاثًا 3 ځل په پوزه کښې اوبه واچوئ! فرښتو هم