Book Name:Ba Wuzu Rehnay Ke Fazail
داسې اوکړل۔ بيا ئې اوفرمائيل: مخونه وينځئ! فرښتو مخونه وينځل۔ اوس حکم اوشو: د سنګلو سره لاسونه وينځئ! فرښتو لاسونه هم وينځل۔ بيا حکم اوشو: د سر مسح اوکړئ! د سر مسح ئې هم اوکړه۔ په آخره کښې حکم اوشو: اوس ښپې هم وينځئ! فرښتو ښپې هم وينځلې۔
(دا ټول اندامونه د فرښتو هم دي خو څنګه دي، په دې ا الله پاک ښه پوهيږي) بهر حال! څنګه څنګه چې د الله پاک حکم اوشو، فرښتو هم هغه شان اوکړل، بيا الله پاک اوفرمائيل: اوس داسې اووائيئ! سُبْحٰنَکَ اللّٰہُمَّ وَبِحَمْدِکَ اَشْہَدُ اَنْ لَّا اِلٰہَ اِلَّا اَنْتَ اَسْتَغْفِرُکَ وَ اَتُوْبُ اِلَیْک فرښتو هم داسې اووئيل۔ کله چې ئې هر څه اوکړل نو فرښتو عرض اوکړو: اے رَبُّ العالمينه! دا مونږ چې څه اوکړل دا څه دي؟ الله پاک اوفرمائيل: اے فرښتو! چې کوم ايمان والا هم دا اوکړي لکه څنګه چې تاسو اوکړل، زه به هغه ته مغفرت او بخښنه عطا کووم، کله چې هغه لاس ووينځي نو د هغه د لاسونو، چې خُلې ته اوبه واچوي نو د خُلې د دننه، چې په پوزه کښې اوبه واچوي نو د پوزې، چې مخ ووينځي نو د مخ، چې ښپې ووينځي نو د ښپو ګناهونه رژيږي اګر چې د زمکې نه تر آسمانه پورې ولې نه وي او کله چې هغه د سر مسح کوي نو زما رحمت هغه پټ کړي۔ فرښتو عرض اوکړو: اے الله پاکه! آيا دا زمونږ د پاره خاص دے؟ اوئې فرمائيل: دا ستاسو د پاره هم دے او څوک چې زه خليفه جوړووم (يعنې د حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام) او د هغه د اولاد د پاره هم دا فضيلت دے۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د الله پاک څومره لوئي کرم دے۔ کاش! چې