Book Name:Ba Wuzu Rehnay Ke Fazail
ښپې وينځئ او که چرې تاسو ته د لامبلو حاجت وي نو ښه پاک شئ او که چرې تاسو بيماران ئيئ يا په سفر کښې ئيئ يا په تاسو کښې څوک د قضائے حاجت نه راغلے يا تاسو د زنانوو سره کور والے اوکړو او په دې صورتونو کښې مو اوبه بيا نه موندلې نو په پاکه خاوره باندې تيمم اوکړئ نو د خپل مخ او لاسونو په دې سره مسح اوکړئ الله نه غواړي چې په تاسو باندې څه تنګي کيږدي آؤ دا غواړي چې تاسو ښه پاک کړي او خپل نعمت په تاسو باندې پوره کړي چې که چرته تاسو احسان اومنئ۔
په دې آيت مبارک کښې د اوبو نه ميلاؤيدو په شکل کښې د تيمم اجازت ورکړے شو، په دې باندې صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان اوفرمائيل: مَا ھِیَ بِاَوَّلِ بَرَکَتِکُمْ یَا آلَ اِبِی بَکْر يعنې اے د ابو بکر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ اولاده! دا ستاسو وړومبے برکت نه دے (مطلب دا دے چې مسلمانانو ته ستاسو نه ډير برکتونه رسيدلي دي) ۔ ([1])
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! هسې خو په دې آيت مبارک کښې ډير زيات مدني ګلونه دي، خاص طور دې کښې 2 خبرې بيان شوې: (1): د اوداسه 4 فرائض بيان شول (2): په