Ba Wuzu Rehnay Ke Fazail

Book Name:Ba Wuzu Rehnay Ke Fazail

ثواب ميلاويږي؟) سرکارِ عالي وقار، د مکې مدينې تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: نه، د هغه درود شريف په لوستلو 50 زره نه بلکه د 70 زره درود شريف ثواب ميلاويږي۔ ([1])

سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د الله پاک د خپل محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په اُمَّت باندې کرم ته اوګورئ! کوم بنده چې يو ځل درود شريف اولولي، د روايتونو مطابق هغه ته 10 نيکئ ميلاؤيږي، 10 ګناهونه ئې معاف کيږي او 10 درجې ئې اوچتيږي۔ ([2]) دا کرم څومره عظيم دے چې يو ځل د درود شريف په لوستلو دومره ثواب ميلاويږي، بيا په دې باندې نور کرم دا دے چې ډير داسې درودونه مبارک دي، کوم چې صِرف يو ځل اولولې نو صِرف د يو درود شريف نه بلکه د زرګونو درودونو مبارکو ثواب ميلاويږي، په کتابونو کښې داسې ډير درودونه مبارک ليکلے شوي دي، د کومو په لوستلو چې د يو لاکھ درود شريف ثواب ميلاويږي او حضور غوثِ اعظم شيخ عبد القادر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې په ګَټه باندې ليکلے شوے کوم درود شريف اوليدلو، خوږ آقا، د مکې د مدينې مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خوب کښې تشريف راوړلو او اوئې وئيل چې د ده په يو ځل لوستلو د 70 زره درود شريف ثواب ميلاويږي۔ سُبْحٰنَ اللہ!

کاش! چې مونږه د دغه کرم قدر اوکړو۔ زمونږه پير حُضور غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي چې: اے د مُحَمَّد اُمَّته! د الله پاک شکر ادا کړئ چې مخکښينو اُمَّتونو به څومره عمل کولو، الله پاک د هغوئي په نسبت ستاسو نه په لږ عمل باندې رضا کيږي۔ نور فرمائي:


 

 



[1]... سعادۃ الدارین، صفحہ:256۔

[2]... سنن الکبری امام نسائی، کتاب صفۃ الصلاۃ، جلد:1، صفحہ:385، حدیث:1220۔