Ba Wuzu Rehnay Ke Fazail

Book Name:Ba Wuzu Rehnay Ke Fazail

څاڅکي اوبهيږي * په اودس کښې 14 سُنَّت دي، کوم چې شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه په رساله وضو کا طریقہ کښې ليکلي دي، هلته ئې اوګورئ او ياد ئې کړئ! او په دې باندې عمل اوکړئ او ثواب اوګټئ! * کله چې هم اودس کوئ، د دې نه مخکښې نيت اوکړئ چې د پاکئ حاصلولو او د ثواب ګټلو د پاره اودس کووم۔ ياد ساتئ! د نيت کولو نه بغير به هم اګر چې اودس اوشي خو ثواب به نه ميلاؤيږي * اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د اودس د پاره نيت کول سُنَّتِ مؤکده دے، ځکه که د نيت نه کولو عادت جوړ کړے شو نو ګناه به وي۔ ([1])

   * چا چې د بِسمِ الله وئيلو سره اودس اوکړو د هغه د سر نه تر ښپو پورې ټول بدن پاک شو او چا چې بغير د بِسمِ الله وئيلو نه اودس اوکړو د هغه به هغه همره بدن پاک شي په کوم باندې چې اوبه تيرې شوې۔ ([2])

 *  په يو حديثِ پاک کښې دي: کله چې تۀ اودس کوې نو بِسْمِ اللہِ وَ الْحَمْدُ لِلّٰہ وايه تر څو پورې چې ته په اودس کښې ئې نو تر هغه وخته پورې به ستا فرښتې (يعنې کِراماً کاتِبِين) ستا د پاره نيکئ ليکي۔ ([3]) ځکه چې کله هم اودس کوئ، په شروع کښې بِسْمِ اللہِ وَ الْحَمْدُ لِلّٰہ هيڅکله هم مه هيروئ۔ د اودس نه پس دُعاګانې هم يادې کړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د هغې به هم ثواب ميلاؤيږي۔

    * په حديثِ پاک کښې دي: چا چې په صحيح طريقې سره اودس اوکړو او بيا ئې د


 

 



[1]... فتاویٰ رضویہ، جلد: 1، صفحہ: 914، بتغیر قلیل۔

[2]... سنن دارقطنی ، کتاب الطہارۃ، باب التسمیۃ علی الوضوء، جلد: 1، صفحہ: 52، حدیث: 229۔

[3]... معجم صغیر، صفحہ:168، حدیث: 196۔