Ba Wuzu Rehnay Ke Fazail

Book Name:Ba Wuzu Rehnay Ke Fazail

چې کله لاسونه وينځي نو نيت دې کوي چې چرې به هم د ګناه په لور نه ځم او هغه ورځ دې راياده کړي چې په دې ښپو باندې د تللو سره د الله کريم په حُضُور کښې وړاندې کيدل دي۔ داسې دې په پل صراط باندې تلل هم ياد کړي۔ ([1]) * اودس مو اوکړو، اوس که چرې مکروه وخت نه دے نو 2 رکعته تَحَيَّةُ الوضو هم اوکړئ چې په حديثِ پاک کښې دي: د دواړو جهانونو مالک او مختار، مکي مدني سرکار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: داسې څوک مسلمان نشته چې اودس اوکړي نو ښه ئې اوکړي بيا اودريږي او ښه په عاجزئ سره 2 [رکعته] نفل اوکړي نو د ده د پاره جنت واجب شي۔ ([2])

د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې حديث شريف لاندې ليکي: د حديث مطلب دا نه دے چې صرف د اودس کولو او د تَحَيَّةُ الوضو د 2 رکعته نفلو کولو سره جنتي شو اوس د څه عمل ضرورت پاتې نه شو بلکه مطلب دا دے چې په ښه طريقه د اودس کولو او د تَحَيَّةُ الوضو د نفلونو ادا کولو په برکت سره په دُنيا  کښې د نيکو عملونو کولو توفيق ميلاؤيږي، د مرګ په وخت په ايمان باندې قائم پاتې کيږي، په قبر او حشر کښې په آسانئ سره پاس کيږي۔ د دې قِسمه حديثونو هم دا مطلب وي۔ ([3])

بلا حساب ہو جنت میں داخلہ یا رب!                                                                 پڑوس خلد میں سرور کا ہو عطا یاربّ!

اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم.


 

 



[1]... سلوۃ العارفین، باب الطہارۃ ، صفحہ:165 ۔

[2]... مسلم، کتاب الطہارۃ، باب الذکر المستحب عقب الوضوء، صفحہ:109، حدیث:234۔

[3]...مرآۃ المناجیح، جلد: 1، صفحہ:237 بتقدم وتاخر۔