Book Name:Qutb e Madina Ke Aala Osaf

مبارک راواخستو او حضرت جرير رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته يـې ورويشتو او اوئې فرمائيل: اے جَريره! دا وغوړوه او پۀ دې باندې کښينه! ([1])

واه! سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلي اخلاق دي، څومره د کرم انداز دے، صحابي دے بلکې داسې ووايئ چې د دواړو جهانونو د سردار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شاګرد دے، ټول صحابۀ کرام د رسولِ اکرم، نُورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم غلامان، پۀ هغوئي ځان قربانوونکي او شاګردان وو، غور وکړئ! خپل صحابي ته څومره ښکلے هر کلے وئيلے کيږي، آخري نبي، مکي مَدَني، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ پاک محفل کښې وو، ګير چاپيره ترينه صحابۀ کرام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم حاضر وو، پۀ دې حالت کښې هم رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بهترين هر کلے ووئيلو او خپل صحابي ته يـې څادر عطا کړو.

دا د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کرم وو چې خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خپل څادر مبارک د غوړولو او پۀ هغې باندې د کښيناستو د پاره عطا کړو، د صحابۀ کرامو عشق او اَدَب دا خبره نه خوښوله، حضرت جَرير رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هٰغه څادر مبارک راواخستو او پۀ خپل مخ مبارک پسې يـې ومښلو، بيا يـې هغه ښکل کړو او پۀ اَدَب سره يـې د ځان سره کيښودو. ([2])

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا د هر کلي ښې طريقې دي، نن سبا دلته دا انداز کميږي، راتلونکو ته پۀ ښه انداز هر کلے وئيل هم ځينو ځينو


 

 



[1]... سبل الہدیٰ۔

[2]... سبل الہدیٰ۔