Book Name:Qutb e Madina Ke Aala Osaf
شو. اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! څۀ ځاني نقصان اونه شو، البته معمولي زخمونه وغيره راغلل. پۀ دې موقع باندې پير مِهر علي شاه صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ووفرمائيل: نـمونځ مو بغير د څۀ وجهې نه ناوخته کړو، دا تکليف پۀ دې وجه باندې دے. ([1])
د ناکامو، بے برکتونو، پريشانو دا اسباب هم وي، کومو ته چې مونږ پام نه کوو. الله پاک دې مونږ ته د سوچ او د پوهې توفيق راعطا کړي.
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
د قطبِ مدينه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د غيبت نه نفرت
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د سيدي قطبِ مدينه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو بَل ډير ښکلے صفت دا وو چې هغوئي به د غيبت نه ډير نفرت کولو. د چا غيبت کول يا اوريدل د هغوئي بالکل خوښ نه وو، د هغوئي پۀ مخکښي که به چرې چا د چا غيبت کولو نو هغوئي به يـې فوراً اِصلاح کوله.
يو ځل يو زائِر (يعنې مدينے منورې ته راغلے عاشقِ رسول) د هغوئي پۀ خدمت کښې حاضر شو، قطبِ مدينه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ترينه پوښتنه وکړه: تاسو د کوم ځائے نه راغلي يئ؟ عرض يـې وکړو: د پاکپتن نه. اوئې فرمائيل: هر کلے! هر کلے! پاکپتن د حضرت (بابا فريدُ الدِّين مسعود) ګنج شکر رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ نسبت سره پاکپتن جوړ شوے دے. بيا د پاکپتن شريف يو کَس وو، هغوئي د هغۀ پۀ باره کښې پوښتنه وکړه او اوئې فرمائيل: فلانکے صاحب پۀ څۀ حال کښي دے؟ بيا هٰغه زائِر ووئيل: هغۀ خو سپي جنګوي. بيا سيدي قطبِ مدينه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فوراً درود شريف ولوستو، بيا يـې لاسونه پورته کړل او د هٰغه صاحب د پاره يـې دعا وکړه،